ولی د جګړی زیاتوالی د مذاکراتو په جریان کې؟
دا خبره اوس افغانان له هیڅ لوری سره نه منی چې د سولې مخامخ خبرو په جریان کې د جګړې شدت د امتیاز اخیستو لپاره دی.
پخوا به چې هرکله د مذاکراتو بحث مخې ته راغی او یا به تمه پیدا شوه جګړې به شدت پیدا کو او لامل به یې دا بلل کیده چې طالبان هڅه کوی له دې درکه د خبرو په میز زیات امتیازات لاس ته راوړی.
دا بحث ښکاره دی چې جګړه ګټونکی نه لری او هر څومره چې جګړه اوږدیږی او شدت پیدا کوی، په همغه اندازه د جګړې عاملین ملامت بلل کیږی.
افغانانو دا هر څه د دې لپاره منلی چې جګړه به پای ته ورسیږی او د سولې مخامخ خبرو سره به تاوتریخوالی کم شی، خو طالبانو برعکس جګړې ته شدت ورکړی او هره ورځ ملکی وګړی قربانی کیږی.
تازه د شنبې په ماښام بلخ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکی وګړو د طالبانو ماینونو چاودنې کړی چې شاوخوا دیرش کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د پکتیکا پېښه ډیره زړه بوږنوونکی وه، هغه ښځې او ماشومان چې واده ته پر لاره و، تراکتور کې سپاره و چې د طالبانو د سړک غاړې ماین پرې چاودنه کړې، ۲۰ ښځې او ماشومان پکې ټپیان شوی دی.
دا نه لومړۍ پېښه ده او نه هم وروستۍ پېښه ده، د طالبانو زیات تمرکز په ماین ایښودنه دی او له دې لارې زیات خلک د جګړې قربانی کوی.
افغانان د هغې ورځې په تمه دی چې د هیچا په اوږه باندې ټوپک نه وی، او هیڅوک په افغانستان کې د جګړې لپاره پلمې و نه لټوی.
دا ورځ ژر هم راتللی شی، که طالبان یې وغواړی، اوس د جګړې د عواملو د له منځه وړلو لپاره بحثونه پیل شوی، د اسلامی جمهوریت پلاوی دوحه کې دی چې جګړه پای ته ورسیږی او افغانان سرتاسری سولې ته ورسیږی.
خو له دې ټولو سره سره طالبان جګړه نه دروی او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلی، طالبان هم په دې پوه دی چې جګړه د حل لار نه ده او یواځې د افغانستان بربادی او د هېوادوالو وژل دی.
خو دا چې طالبان نور مجبوریتونه لری، په دې نه بریالی کیږی چې متفق ډول باندې د اوربند پریکړه وکړی او د جګړې پر ځای سوله باندې تمرکز وکړی.
ټوله تمه همدې ته وه، د خلکو خوشحالی همدې ته وه چې د قطر خبرو له پیل سره سم به جګړه بس شی او ښکیل لوری به ټول مسایل د خبرو له لارې سوله ییزه فضا کې حل کړی.
خو دا چې اوس جګړې شدت پیدا کړی، افغانانو لپاره د قطر خبرې ډیر کم اهمیته شوې دی، لامل دا دی چې خلک له دې بحثونو لومړۍ نتیجه د اوربند غواړی.
د خلکو باور او ټینګار دا دی چې اوربند کولی شی، افغانان تلپاتې سولې ته ورسوی او کله چې اوربند نه وی، هره ورځ د دې ویره شته چې د سولې رامنځ ته شوی فرصت له لاسه ووځی.