خبر و دیدگاه

اسلام د ترهگری او افراطیت دین نه، بلکې د امن او عدالت دین دی

دا یو څرګند حقیقت دی چې اسلام د امن، عدالت، مینی، ورورلۍ، سولې، ثبات او … دین دی او الله تعالی هم اسلام د ظلم، بی انصافی، افراطیت، فساد او توکم پالنې له منځه وړلو او پر ځای یې د اخوت، انصاف او امن تامنیولو لپاره رالیږلی دی، او کله چې نبی کریم (ص) د الله تعالی له لورې په پیغمبری معبوث شو نو ټوله نړی د فساد ظلم او بی عدالتۍ په لمبو کې سوځیده، جهل او ناپوهی تر دې کچې رسیدلی وه چې خلکو په خپل لاس جوړ شویو بتاتو ته سجدی کولی او جینکۍ به یې ژونډې خښولې، قتل. قتال او همداسې نور غیر اسلامی او انسانی اعمال به یې تر سره کول.

خو د اسلام مبارک دین په راتګ سره دا ټول ناوړه اعمال او دودونه له منځه ولاړل او د یوې کلمې په ویلو سره د هغو کرکه، نفرت او دښمنی په حقیقی مینه او دوستی بدله شوه، دعلم او عرفان ډیوې هر ځای بلې شوی او هر مظلوم ته خپل حق ورسید.

خو له بده مرغه چې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې له څو لسیزو راهیسی ځینی ډلو او کړیو د خپلو شخصی ګټو او د پردیو د ناوړو اهداف د لاسته راوړلو په موخه د اسلام او جهاد تر نامه لاندې هغه اعمال تر سره کړل چې له اسلام سره په کلی توګه په ټکر کې دی او غواړی چې اسلام  نړۍ ته د ترهګری، بی انصافی او افراطیت دین په توګه معرفی کړی، حال دا چې اسلام د دښمن او حتی د کفارو لپاره هم خپل شرایط وضع کړی، د هغوی د سپین ږیرو، ښځو او ماشومانو له وژلو چې په جنګ کې یې برخه نه وی اخیستی په کلکه منع کړی، خو طالب او داعش ترهګری ډلی بیا هیڅ ډول قانون او قاعده نلری او د اسلامیت او انسانیت له چوکاټه وتلی او د خپل زړه له غوښتنو سره سم چلند غوره کوی او له ماشومانو، بوډاګانو، ښځو، مساجدو، دینی مدارسو او دینی علماو سره د جګړه مارو په شان چلند کوی.

بله مهمه خبره دا چې په اسلام کې مساجد او دینی مدارس ځانته ځانګړی ځای او ارزښت لری ځکه چې په دغه مقدسه ځایونو کې مسلمانان د الله تعالی عبادت کوی، ځوانان او ماشومان د الهی احکام زده کوی او خپل ځانونه په اسلامی زده کړو سمبالوی تر څو له دغې لارې د دین احکام  نورو ته ورسوی، خو له بده مرغه چې ترهګری ډلی د خپلو ناوړو اهدافو لپاره د اسلام او جهاد تر نامه لاندې  له دغه مقدسه ځایونو په ځانګړی توګه له دینی مدارسو څخه هم کار اخلی او ځوانان د اسلامی زده کړو پر ځای افراطیت، وحشت او ترهګری ته رابولی او د دوی له پاکو احساساتو څخه په ناوړې ګټی اخیستنی سره خپلې لیکی پیاوړی کوی او له هغوی څخه په جګړیز ډګر، ځانمرګو بریدونو او ورته نورو ترهګریزو کړنو کې زمونږ د مظلوم او کړیدلی ولس په وژنه او دهیواد  په ورانیدو کې کار اخلی، چې د طالب او داعش ترهګرو ډلو دغه عمل په خپله د اسلام خلاف عمل او حتی د اسلام او دینی مدارسو د بدنامولو سبب شوی دی.

دا چې د هیواد د ننه او بهر دا موضوع ټولو نړیوالو او په ځانګړی توګه زمونږ په دین مین او مظلوم ولس ته په ډاګه شوی چې ترهګری ډلی په دینی مدارسو کې له ځوانانو څخه ناوړه ګټه اخلی، نو دا د ټولو هیوادوالو او په خاصه توګه د هغو کورنیو دنیوی او اخروی مسوولیت دی چې د خپلو ماشومانو کلکه څارنه وکړی  او هغه مدارسو ته یې له تک څخه مخنیوی وکړی چې دوی د هغو له مدرسینو او مسوولینو څخه په بشپړه توګه معلومات ونلری او یا هم هغو مدارسو ته چې د څارنې لاس رسی نلری، چې خدای مکړه د دوی ماشومانو فراطیت او ترهګریزو کړنو زده کړه ته راوبلی او د هغوی له احساساتو څخه د خپلو ناوړو موخو لپاره ګټه واخلی.   

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا