افراطیت هغه څه دی چې په یوه کار کې له حده زیاتوالی او تیری، داسې زیاتوالی او تېری چې د یوه بل فرد یا افرادو د مجموعې پر حقوقی حریم د بې دلیله توجیهاتو په زور ظلم، زیاتی، سخت ګری او تجاوز سره وشی.خو له بدمرغه اوس اسلامی نړۍ له دې خطرناکې پدیدې ځوریږی او بیا په خاص ډول افغانستان له څو لسیزو راهیسی د ځینو ترهګرو او افراطی ډلو د ناوړه اهدافو لپاره په بیلابیلو ډولونو سره دا بدمرغی ګالی او هیواد مو په هر برخه کې د پرمختګ له لوړو پوړونو څخه وروسته پاتې کړی دی.
د افراطیت هیڅ ګټه نړۍ او اسلام ته نشته، ځکه اسلام اعتدال غواړی او افراطیت اعتدال له منځه وړی. هر کله چې اعتدال تر پښو لاندې شی، هلته په ټولنه کې لوړې ژورې رامنځته او د بې ثباتۍ او وروسته پاتې والی سبب کیږی.
دا نړۍ هسې عبث نه ده پیدا شوې، بلکې دا نړۍ د موقت ژوند لپاره ده، نه د افراطیت لپاره، ځکه افراطیت وژنه او مرګ دی، که افراطیت وی، بیا نو زموږ ژوند له خطراتو سره مخ دی، د خدای عبادت رانه پاتې دی، خپل منځی اړیکې نه شو لرلی، پرمختګونه نه شو کولی او په سمه توګه الهی احکام او اوامرنه شوعملی کولی.
خو زمونږ د ټولنی یو تریخ حقیقت دی چې د څو لسیزو جګړو او بدبختیو په ترڅ کې له هر څه څخه زیات او په هره برخه کې زمونږ مظلوم او بی ګناه ماشومان او ځوانان زیانمن شوی او د نورو د ناوړو اهدافو او شخصی ګټو قربانی شوی دی.
داسلام مقدس دین دا ټولو انسانانو او په خاصه توګه مسلمانانو ته په ډاګه کړی ده چې اسلام اعتدال غوره کړی نه په کې افراط ته اجازه شته او نه هم تفریط ته؛ کله چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت رسول اکرم (ص) نړۍ ته ظهور وکړ نو په عقیدتی او په علمی لحاظ یې د اعتدال او میانه روی بنسټ کیښود، موږ مسلمانانو ته هم لازمه ده چې هماغه بسنټونه تعقیب او په ژوند کې عملی کړو.
همدا رنګه اسلام له افراطیت سره هیڅ ډول اړیکه نه لری او نه باید د هغه ظلم او وحشت له امله چې افراطی ډلې یې ترسره کوی اسلام ملامت کړو، اساسی ستونزه دا ده چې دغه افراطی ډلې له اسلامی هویت څخه په ګټې اخیستنې فعالیت کوی او مسلمانان هم نه شی کولای له دغې لویې ستونزې څخه انکار وکړی، په دې اساس مسلمانان مکلف دی چې د دغو ډلو د پرمختګ مخه ونسی، که موږ دا کار ونکړو، موږ به هم د اسلام د نوم د بدیدو له امله مسؤل واوسو.
ژوند، آزادی او عزت د اسلام له بنسټیزو ارزښتونو څخه شمېرل کیږی، مسلمانان باید له دغو درېو ارزښتونو (ژوند، آزادۍ او عزت) څخه دفاع او ساتنه وکړی. دا اسلامی ارزښتونه دی او هیڅ رهبر که دینی وی او یا که سیاسی، حق نه لری چې دا ارزښتونه د انسانانو له لاسونو وشوکوی او انسان ترې محرومه کړی.
خو له بده مرغه چې زمونږ په هیواد کې د ترهګرو ډلو تر څنګ ځینی افراطی ډلی هم شتون لری چې د اسلام او جهاد تر نامه لاندې په دینی مدارسو کې زمونږ د ځوانانو له احساساتو څخه په ناوړی ګتی اخیستنی سره افراطیت او تاوتریخوالی ته لمن وهی او د ډول ډول پلمو او بهانو تر نامه لاندې ځوانانو د ترهګرو ډلو لیکو ته جذبوی چې دا په خپله د اسلام او انسانیت خلاف عمل دی چې زمونږ د ولسوونو تر منځ د دینی مراکز او په ځانګړی توګه د دینی مدارسو د بی اعتباره کیدو سبب شوی دی، نو په کار ده چې مونږ په خپله ټولنه او ځانګړی توګه په دینی مراکزو کې د هر ډول افراطی افکارو د خپریدو مخنیوی وکړو او پرې نږدو چې د دغو مراکز کنترول مو د نااهلو افراطی ډلو په لاس کې پریوځی.
سیدعبدالله پاچا