خبر و دیدگاه

جمهوریت دافغانستان د ټولو ستونزو حل دی‎

اوسنۍ نړۍ کې جمهوریت هغه نظام دی چې د ټولو حقونه پکې خوندی دی او ولسونه کولی شی خپل راتلونکی خپله وټاکی، حساب وغواړی او د هر ډول ناسم اقدام پروړاندې غبرګون وښیی او ناسمې پریکړې چلنج کړی.

د بین الافغانی خبرو پیل غونډه کې د ملګرو ملتونو، ناټو او امریکا د جمهوریت په نظام ټینګار وکړ او د په ډاګه یې وویل چې افغانستان کې د دیموکراتیک نظام ملاتړ کوی چې ټولو حقوق پکې خوندی وی.

د یادو هېوادونو سربیره نږدې ۱۳ نورو هېوادونو هم په خپلو خبرو کې مرستې په دې مشروطې کړې چې راتلونکی نظام دی دیموکراتیک یانې جمهوری وی چې ولس پکې خپلې پریکړې وکړی.

په کور دننه اکثریت افغانان د جمهوریت پلویان دی او بل هر ډول نظام د افغانستان او افغانانو لپاره زهر قاتل یادوی.

افغانانو ډیر نظامونه تجربه کړی، تېر ته بیخی نه ورګرځی، نه شاهی نظام غواړی، نه دیکتاتوری، نه طالبانی او نه امارتی، ځکه دې ټولو نظامونو کې د افغان ولس غږ چوپ و او ټولې پریکړې به یو یا څو کسانو کولې.

خو جمهوریت کې ولسمشر او پارلمان چې مهمې پریکړې کوی، د ولس له لوری ټاکل کیږی او ولس دا حق لری چې چاته رای ورکړی او چاته رای ور نه کړی.

دغه راز جمهوریت کې د بیان ازادی یو اصل دی چې افغانان ترې ډیر مستفید دی او نه غواړی چې دا غږ یې بند شی.

طالبان به خپله هڅه وکړی چې جمهوریت نظام پرضد دریځ ونیسی، خو دا ښکاره ده چې لوی مشورتی جرګه کې خلکو حکومت ته په ډاګه ویلی چې نباید جمهوریت د سولې د خبرو قربانی شی.

طالبان ویره لری چې جمهوریت کې به دوی باندې خلک نیوکه کوی، له دوی به حساب غواړی، دوی ته به رای نه ورکوی او پر ولس به د طالبانو دیکتاتوری نه وی.

کنه طالبان هم پوهیږی چې په اوسنۍ نړۍ کې د اسلامی نظره هم جمهوریت یو ښه نظام دی چې ولسونه پکې پریکړې کوی او پر هیچا پریکړې تحمیلی نه دی.

تاسو که د اسلام تاریخ ته وګورئ، له پیغمبر ص څخه وروسته خلیفه ګان د رایو په اساس ټاکل شوی او همدا د جمهوریت اصل جوړوی.

بل ډول نظام نه په افغانستان کې افغانان غواړی او نه یې هم بهرنیان ملاتړ کوی، که د طالبانو نظام ښه وی، نړۍ کې به هېوادونو په رسمیت پیژندلی، خو دا چې نظام یې له اصولو سره برابر نه و، هیڅ هېواد ورسره ملګرتیا نه کوله.

جمهوریت خو لومړی د بحث نه دی، که بیا بحثونه وشی، طالبان هیڅ لوری ته قناعت نه شی ورکولی چې د جمهوریت پر ځای بل بدیل وړاندې کړی، ځکه افغانان تېر ته نه ورګرځی او د جمهوریت پیاوړتیا او پراختیا غواړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا