خبر و دیدگاه

نړیوال په تمه دی چې حکومت او طالبان باالاخره په یو دیموکراتیک نظام سلاوکړی

د بین الافغانی خبرو پیل غونډه کې دولس عمده موضوعاتو باندې نړیوالو تمرکز کړی چې کولی شی د سولې پروسه بریا ته ورسوی او د افغانستان راتلونکی تضمین کړی.

د بهرنیو هېوادونو او سازمانونو استازو هغه اندیښنې هم شریکې کړی چې دا خبرې سبوتاژ کولی شی.

امریکا له نړیوالو ترهګرو ډار لری، چې که سولې خبرې بریالۍ شی، د راتلونکی په تړاو باید حکومتونه جدی اوسی چې ترهګر به سیمې او نړۍ ته ګواښ نه پېښوی.

د امریکا سیال هېواد چین بیا د سولې خبرو کې د بهرنیو له لاسوهنې او تحمیلی غوښتنو اندیښنه درلوده چې دا پروسه به تر پوښتنې لاندې راولی، د چین ټینګار دا و چې افغانان دې پریښودل شی چې د راتلونکی په تړاو خپله پریکړه وکړی.

همدا غوښتنه د اکثریت ګډون کوونکو هېوادونو وکړه چې دا پروسه د افغانانو ده او باید د افغانانو په مشرۍ په خپلواک او مستقل ډول مخ ته لاړه شی.

هغه عمده غوښتنه چې د ټولو په خبرو کې وه، هغه سمدستی د تاوتریخوالی پای ته رسول و چې کولی شی د سولې پروسه کې زیات باور رامنځ ته کړی، دا بحث د افغان حکومت لپاره لومړیتوب لری او طالبان یې هم مهم بولی.

د سولې د خبرو پیل غونډه کې د ویناوالو ټینګار دا و چې متقابل احترام دې رامنځ ته شی، هغه چلنجی بحثونه چې مخې ته راځی باید په صبر او زغم ورته حل لار پیدا شی او نباید ځینې موضوعات دا پروسه له چلنج سره مخ کړی.

له رامنځ ته شوې فرصت ګټه اخیستل بل بحث و چې د ټولو هېوادونو استازی پرې متفق و، ځکه دا فرصت په اسانۍ نه دی رامنځ ته شوی، ډیرې لوړې ژورې یې درلودلې.

ناټو، ملګرو ملتونو او امریکا زیات ټینګار دا و چې د ۱۹ کلنو لاس ته راوړنې دې خوندی شی چې په ډیرو قربانیو لاس ته راغلی دی، افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه، د زده کړو بهیر، د ښځو حقوق، د بیان ازادی او نور هغه څه چې لاس ته راغلی پر خوندیتوب یې ټینګار وشو.

یوه څه سرخلاصې خبرې دا وې چې جګړه ګټونکی نه لری، خو سوله کې به ټول اتلان وی او د افغانستان د اختلاف، جګړې او جنجالونو وروستی حل سیاسی تفاهم یاد شو چې د سولې بحثونو کې پرې ښکیل لوری پایلې ته ورسیږی.

افغان دوه ښکیلو خواوو ته د نړیوالو ښه خبر دا و چې د سولې روانه پروسه او له سولې وروسته به د بهرنیو مرستندویه هېوادونو مرستې او همکاری دوام پیدا کوی چې افغانستان ځان بساینې خواته بوځی.

د ناټو سرمنشی طالبانو ته یو څه ور په یاد کړل چې افغانستان کې د ناټو ماموریت د سولې پورې تړلی دی، یانې که سوله وشی، بیا د بهرنیو ځواکونو پوځی حضور ته ضرورت نه پیدا کیږی.

خو یو څه چې د افغان حکومت دریځ پیاوړی کوی، هغه د یو دیموکراتیک نظام یادوونه ده چې د پاکستان په ګډون اکثریت هېوادونو وکړه، ټول په دې متفق و چې د سولې په پایله کې د یو خپلواک او دیموکراتیک نظام ملاتړ کوی چې د ټولو حقونه پکې خوندی وی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا