خبر و دیدگاه

طالبانو ولې مذاکراتی پلاوی کې بدلون راوست؟

 

عباس ستانکزی او ملا برادر چې تراوسه یې د طالبانو د سیاسی دفتر او له امریکا سره د مذاکراتی ټیم مشری کوله، حاشیې ته شوی او پر ځای یې مولوی عبدالحکیم بین الافغانی خبرو ته د پلاوی مشر وټاکه.

مولوی عبدالحکیم په افغانستان شموله طالبانو باندې باور نه لری او تل یې په خپل سمت او قوم باندې تمرکز وی، دا د طالبانو د اوسنی تحریک مخالفه او جنجالی ډله کې یادیږی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه باندې یې هم ملاحظات درلودل.

د طالبانو دلیل دا دی چې مولوی عبدالحکیم یې ځکه د بین الافغانی خبرو د ټیم مشر وټاکه چې علم یې زیات او طالبانو کې ځانګړی نفوذ لری.

مولوی عبدالحکیم د ملا منصور له نږدې کسانو و او کله چې ملا منصور په کویټه کې د امریکا په برید کې ووژل شو، هغه وخت مولوی عبدالحکیم باندې خبرې روانې وې چې د طالبانو د تحریک مشری واخلی.

خو د طالبانو نظامی قومندانانو غوښتل چې مشری باید د ملا منصور له ملګرو بلې ډلې ته لاړه شی، مولوی عبدالحکیم د طالبانو قاضی القضات و چې په افغانستان کې یې د جګړې لپاره شرعی دلایل برابرول.

د طالبانو بل دلیل د مذاکراتی ټیم د بدلون لپاره دا دی چې عباس ستانکزی په انګلیسی او نورو بهرنیو ژبو پوهیده، ځکه یې له امریکا سره د مذاکراتی ټیم مشری ورکړې وه، خو اوس چې بین الافغانی خبرې دی او پښتو یا دری ژبه باندې مذاکره کیږی، نو اړتیا نه وه چې عباس ستانکزی دې دلته هم مشری وکړی.

خو د طالبانو اکثریت په عباس ستانکزی ولاړ و چې له امریکا سره مذاکرات یې بریالی کړی دی.

مولوی عبدالحکیم په اړه اندیښنې شته چې هغه د درانی قوم څخه دی او ډیر کله یې تمرکز دا وی چې واکونه او صلاحیتونه د طالبانو په تحریک کې له همدې ډلې سره وی.

مولوی عبدالحکیم د هغو طالبانو سرلاری او مشر هم بلل کیږی چې نه د طالبانو تحریک ته ژمن دی او نه د دوی اصول په پام کې نیسی.

نو یوه اندیښنه دا ده چې د مولوی عبدالحکیم مشری به ډیرو مواردو کې د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړی، ځکه دا سړی به د هغو طالبانو له اعمالو او کړنو دفاع کوی چې خپله طالبان یې مسوولیت نه اخلی.

مولوی عبدالحکیم ته تمې هم شته چې مذاکراتی ټیم به ښه رهبری کړی او اندیښنې هم شته چې دا به ځینې فرعی مواردو باندې د سولې پروسه سپوتاژ کولو خواته یوسی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا