خبر و دیدگاه

آیا ریښتیا هم دطالبانو لیکو کې د لواطت پوښتنه نشته؟‎

 

له دې سترګې نه شی پټیدلی چې یو شمېر مدرسو کې پر تنکیو ځوانانو باندې چې ځینې یې بلوغ ته رسیدلی وی او ځینې رسیدلی نه وی، د ملا امام او مدرس له لوری جنسی تیری کیږی.

ډیر کله خو دا موضات د یوې کورنۍ د ناموس او عزت لپاره پټ ساتل کیږی، خو ډیر کله بیا رابرسیره کیږی چې پراخ غبرګونونه له ځان سره لری.

دا چې زموږ ټولنه یوه سنتی ټولنه ده، ډیر کله یوه موضوع روښانه وی، خو دا چې د ملا او مدرسې په بې عزتۍ تمامیږی، خلک پرې چوپ پاتې کیږی او هیڅ ډول غبرګون نه ښیی.

دا موضوع یوه جدی موضوع ده چې ډیرکله خلکو غوښتی چې باید راپورته شی او د اصلاح لپاره یې کار وشی، ځکه کورنۍ ماشومان مدرسو ته د دې لپاره لیږی چې دینی زده کړې وکړی، خو ځینو مدرسو کې بې وجدانه استادان، یا ملا امامان له دوی جنسی استفاده کوی.

دا جنستی ګټه اخیستنه یا په زور وی او یا شاګرد مجبوره کوی چې غاړه کیږدی او د استاد جنسی غریضه پوره کړی.

تاسو به د دې لیکنې په لوستلو فکر وکړئ چې ګنې دا هم مدرسو، استادانو یا اسلام ته سپکاوی دی، خو که لږ په غور یې راسره ولولئ، دا لیک د مدرسو، استادانو او ملایانو د اصلاح لپاره دی، ولې هر کله موږ په غیرې اسلامی موضوعاتو کې د ملا په اعمالو باندې چوپ پاتې شو.

ملا ددې ټولنې رهبری او سرلاری یادیږی، نو نباید دا اجازه ورکړل شی چې غیرې اسلامی او غیرې اخلاقی کارونه وکړی.

دا لیک د یو خبر په لیدلو ولیکل شو چې کندهار کې د فواد او ظریف په نوم دوه تنکی ځوانانو څخه جنسی ګټه اخیستل شوې ده، دا ګټه طالبانو په میوند او میانشین ولسوالیو کې اخیستې ده.

دا دوه تنکی ځوانان له یو طالب قومندان سره تر لیدنې وروسته مدرسې ته دعوت شوی او ورته ویل شوی چې کور کې دې جنجال وکړی او دوی به یې مدرسو کې خوندی او ښه وساتی.

همداسې شوی چې دواړو کور کې تر جنجال وروسته له کور ځینې پیسې او وسایل اخیستې،له طالب قومندان سره د بند تیمور مدرسې ته تللی دی.

دا ځوانان لومړی په نشه‌یی توکو روږدی شوی او بیا ورته دعوت ورکړل شوی چې له طالبانو سره جګړې ته لاړ شی او هلته به ورته ډیرې پیسې ورکول کیږی.

دوی له میوند ولسوالۍ څخه میانشین ته وړل کیږی او بیا د جګړې لپاره شاه ولی کوټ ولسوالۍ ته وړل کیږی، هلته د شپې له خوا پرې د طالبانو له لوری جنسی تیری کیږی.

دې دواړو باندې چې کله جنسی تیری شوی دی، له خپل کوره په وتلو سخت پښیمانه شوی، بیرته کورونو ته ګرځیدلی او له کورنیو سره یې دا موضوع شریکه کړې ده.

د دې کورنۍ مشران اوس طالبانو ته عارض شوی چې ولې یې اولادونو باندې ورته جنسی تیری کړی، خو د طالبانو له سخت خبرداری سره مخ شوی او ورته ویل شوی چې تاسو د دښمن په ګټه تبلیغات کوئ او طالبان هیڅکله دا کار نه کوی.

د طالبانو لیکو کې ځکه د لواطت پوښتنه نشته او  فاعل ته سزا نشته چې ټول په دې مرض اخته دی او هر یو ته یې چې موقع پیدا شی، لواطت کوی.

 

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا