خبر و دیدگاه

د دین او مذهب په نوم د طالبانو د جنایتونو دوام

 

طالبان چې اوس د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه نه لری، غواړی د ۳۰۰ زندانیانو لپاره هره ورځ لسګونه ملکی وګړی قربانی کړی.

د طالبانو ۳۲۰ پاتې زندانیانو باندې بهرنیان ملاحظات لری، ځکه د هغوی سرتیری یې وژلی دی، خو له دې سره سره حکومت خبرې کوی چې څنګه کیدلی شی، خپلو بهرنیو متحدینو ته قناعت ورکړی چې دا زندانیان خوشې او طالبان د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه و نه لری.

خو طالب د دې پر ځای چې څو ورځې د خلکو له قتل او قتال راوګرځی، خپل وروستی باردو ته چاودنه ورکوی او وسلو کې پاتې مرمۍ په خلکو باندې سړې کړی.

طالب د جګړې شوق لری، د جګړې له درکه پیسې لاس ته راوړی او د جګړې په روحیه روزل شوی دی، نو ځکه یې پرته له وینی تویولو یوه ورځ هم نه تیریږی.

تاسو ولیدل چې د سه شنبې په ورځ یې بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې موټر بم برید وکړ چې په پایله کې یې زموږ ۶۰ هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.

تاسو به خواله رسنیو کې تصویرونه او ویډیوګانې لیدلی وی چې د ملکی وګړو کورونه یې څومره زیانمن کړی دی.

تاسو به د عینی شاهدانو او ځایی خلکو خبرې اوریدلی وی چې د دې برید د زیانونو په اړه یې کړې وې.

تاسو به دا هر څه لیدلی وی، خو له دې ټولو سره سره طالبان په سپین سترګۍ سره برید ته اسلامی توجیه لټوی او دا برید انسانی بولی.

دا او دې ته ورته بریدونه هیڅ انسانی توجیه نه لری، خو طالبان یې ان اسلامی توجیهات ورته لټوی.

طالبانو کلونه له دین څخه د سپر په توګه کار واخیست، دا دین یې ټوله نړۍ کې د تاوتریخوالی دین معرفی کړ، خو څه یې لاس ته راوړل، پرته له دې چې عام خلک یې ووژل، وطن یې وران کړ، خپله او نور خلک یې در په در کړل.

طالب له جګړې هیڅ لاس ته نه دی راوړی او نه به یې له دې وروسته لاس ته راوړی، طالبانو ته جګړه سوداګری ده او پرته له جګړې هیڅ کاروبار کې ورته داسې ژوند نه برابریږی.

یواځې د غریبو خلکو اولادونه او عام خلک د جګړې قربانی کوی، خو دا جګړه اوس ټول ملت او نړیوالو ته روښانه ده چې د ګټو او واک پر سر جګړه ده چې زیان یې افغانان وینی او ګټې یې پنجابیان، ایرانیان او روسان وړی.

دا ورځ راتلونکې ده چې طالب به د دې حساب ورکوی، که په دې دنیا یې ور نه کړ، هغه دنیا خو شته چې طالب به د یو یو قتل حساب ورکړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا