خبر و دیدگاه

ټولې ترهګرې ډلې دپاکستانی استخباراتو تر اغېز او مدیریت لاندې دی

 

تازه د پاکستان د سخت دریځو ډلو څخه دوه یې (جمعیت احرار، حزب احرار) د پاکستانی طالبانو له تحریک سره یو ځای شول او پریکړه یې کړې چې د یو هدف لپاره به په یو سنګر کې جګړه کوی.

دا ډلې پخوا له یو ادرس څخه رهبری کیدلې، خو موخې یې جلا ـ جلا وې، اوس چې په افغانستان کې د سولې خبرې بریالی کیدونکی ښکاری، دې ډلو سره بیعت وکړ او د پاکستانی طالبانو تر غورځنګ لاندې به ګډ ترهګریز فعالیتونه کوی.

هسې هم پاکستان کې ټولې سخت دریځې ډلې د استخباراتو تر اغیز او مدیریت لاندې دی، خو دا چې د هر یو مسوولیت او فعالیت جلا جلا و، اوس یې سره منسجم کړل.

د نویو یو ځای شویو ډلو په اړه ویل کیږی چې د پاکستان استخباراتو پکې ډیر رول لوبولی او د یو تړون له مخې یې یو ځای فعالیت ته هڅولی دی.

د دې ډلې د فعالیت عمده برخه په افغانستان کې دداعش ډلې لپاره د ترهګرو جلب جذب او د اړیکو پیاوړی کول دی، که چیرې طالبان سوله کوی، باید داعش ډله دومره بشری قوه ولری چې ځینو سیمو کې ګډوډی او جګړه دوامداره وساتی.

جمعیت احرار او حزب احرار ډلې تر دې وړاندې هم داعش وسله والو ته ځوانان جذب کړی و، د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو چې د داعش د مشر عبدالله اورکزی په ګډون زیات کسان ونیول، اکثره یې د دې ډلو غړی و چې افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږل شوی و.

پاکستان یوه ورځ هم نه غواړی چې ترهګرې ډلې دې د دوی له مدیریت بیرون فعالیت ولری، له همدې کبله د هېواد  زیاته بودجه د ترهګرو په روزنه او پالنه مصرف کوی او له دې درکه بیا له نورې نړۍ پریمانه پیسې اخلی.

پاکستان چې د ترهګرو د مور په نوم یادیږی، خپله خاوره کې هم هغه کسان له مخې لیرې کوی چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کوی.

پاکستان د ترهګرو په روزنه او پالنه کې ځانګړی مهارت لری، په خپله خاوره کې یې د ترهګرو لپاره مناسب ځایونه برابر کړی او همدا ترهګرې ډلې بیا په نورو هېوادونو کې د خپلو ګټو لپاره جنګوی.

د پاکستان د استخباراتو له لوری نوی جوړ شوی تنظیم چې درې ترهګرې ډلې یې پکې یو ځای کړې، ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې یې ورته مرکزونه جوړ کړی او شاوخوا ځایی خلک یې له سیمو څخه ویستلی دی.

پاکستان هیڅکله نه غواړی چې افغانستان په جګړه کې د دوی رول کم شی او یا دې افغانان د ارام ساه واخلی.

پاکستان په دې باور لری، چې که افغانانو لس کاله هم د آرام سا واخیسته، پاکستان د نړۍ له نقشې وځی او هیڅ ځای ورته نه پاتې کیږی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا