خبر و دیدگاه

د پاکستان پروړاندې کرکه په پاڅون بدلید ونکې ده

 

پاکستان چې له کلونو راهیسې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوی او د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې په اوږدو کې یې بیلابیلو ډلې د جګړې او ورانۍ لپاره رامنځ ته کړی، تراوسه یې دا لاسوهنه دوام لری.

دا کومه ادعا نه ده چې افغانان او یا یې افغان حکومت کوی، دا هغه حقیقت دی چې د پاکستان پخوانیو او اوسنیو چارواکو پرې اعتراف کړی دی.

د پاکستان اوسنی وضعیت کې سترې لاسوهنې دا چې، هغو ترهګرو ډلو ته یې پټنځایونه ورکړی او امکانات ورکوی چې افغانستان کې عملا عام خلک وژنی او افغانستان ورانوی.

د دې ترڅنګ پاکستان پر ډیورنډ کرښه اغزن تار په دې پلمه تیر کړ چې له پولې ترهګر تګ راتګ و نه کړی، خو پاکستان د ترهګرو د تګ راتګ لپاره هغو ځایونو کې لارې پریښې چې هلته د افغان ځواکونو مرکز نشته.

پاکستان له کلونو راهیسې ډیورنډ کرښې ته څیرمه سیمو باندې راکټی بریدونه کوی چې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ دی.

له پاکستان څخه د افغانانو کرکه ورځ تر بلې زیاتیږی او دا کرکه حقیقی کرکه ده چې هیڅکله به په مینه بدله نه شی، تر څو چې پاکستان له خپل منافق سیاست څخه وا نه وړی چې د ترهګرو ملاتړ کوی.

دغه راز پاکستان په کوزه پښتونخوا کې پښتنو باندې ژوند تریخ کړی، کوز او بر پښتانه سره ګډې اړیکې او مشترکات لری، ځکه یو قوم په دوه برخو ویشل شوی دی او دواړه ګډ درد او خوښی لری.

اوس چې له ټولو اړیکو، خبرو او ناستو سره سره پاکستان د ترهګرۍ له ملاتړ لاس نه اخلی او لاسوهنو ته دوام ورکوی، افغانانو د صبر کاسه ورته ډکه شوې او خبرداری دا دی چې د پاکستان پرضد به پاڅون کوی.

خلک له وړاندې چمتو دی چې پاڅون وکړی، خو دا چې شرایط برابر نه دی، د دې پاڅون مخه نیول شوې ده.

تاسو به لیدلی وی چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه څو ځل خلک پاریدلی او اغزن تار یې لیرې کړی او تاسیسات یې ورته وران کړی دی.

دوه ورځې وړاندې د سولې کاروان مشر حاجی ظاهر قدیر په یو خبری کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې که پاکستان د ډیورنډ پر کرښه له سرغړونو لاس وا نه خلی، سرتاسری پاڅون به د پاکستان پرضد وکړی.

دا پاڅون داسې ولسی پاڅون دی لکه د داعش او طالبانو پرضد چې ځینو سیمو کې خلکو وکړ او دا ډلې یې  له مخې پورته کړې.

د پاڅون لپاره ټول خلک رضاکار ډول باندې چمتو دی او یواځې غږ او رهبرۍ ته په تمه دی چې کله او له کوم ځای څخه پاڅون پیل کړی چې د پاکستان د لاسوهنو او بریدونو مخه ونیسی.

پاکستان باید دا خبرداری بابیزه و نه ګڼی، افغانان د پاکستان له سیاستونو په تنګ شوی او غواړی چې نور له دې سرطان دانې څخه ځان خلاص کړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا