Uncategorizedخبر و دیدگاه

داعش ډلې طالبانو ته غیږ پرانیسته


 

وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره هوکړه وکړه او په دې هوکړه کې یې ځینې موارد له امریکا سره منل، خو له جنګی طالبانو یې پټ وساتل، د جنګی او سیاسی طالبانو ترمنځ یو کړچ پیدا شوی دی.

د طالبانو منځ کې داسې ګونګوسۍ دی چې طالبانو له امریکا سره منلې چې د امریکا ګټې به په افغانستان کې خوندی وی او ټولې هغه ډلې به له منځه وړی چې د امریکا ګټو ته په افغانستان کې ګواښ وی.

له همدې ویرې د داعش خراسان ډلې په یو لیکلی پیغام کې د طالبانو په جنګی ډلو غږ کړی چې د دوی له صفونو سره دې یو ځای شی او د امریکا او امریکا د ملیشو (طالبانو) پرضد دې مبارزه وکړی.

د داعش خراسان ډلې تر دې وړاندې هم داعش ډلې ته د امریکا ملیشې ویلی، خو اوس چې له امریکا سره هوکړه وشوه، د طالبانو ځینې جنګی ډلې هم سیاسی طالبانو ته د امریکا د ملیشو خطاب کوی.

د داعش دا وړاندیز چې د طالبانو وسله والو ډلو ته یې کړی،خطرناک دی، ځکه د طالبانو وسله وال له امریکا سره په هوکړه او له افغان دولت سره په جګړه باندې راضی نه دی او په دې برخه کې یې خپلې جدی اندیښنې له سیاسی ډلې سره شریکې کړی دی.

اوس له طالبانو سره هم اندیښنه شته، که چیرې له امریکا او افغان دولت سره سولې ته رسیږی، اړتیا ده چې ټوله ډله په منسجم ډول خلع سلاح کړی او جګړې په یو ځل بنده او سرتاسری اوربند وشی.

که طالبان په دې وضعیت کې د خپلو وسله والو منسجم کیدلو باندې و نه توانیږی، ښکاره ده چې د طالبانو غرور او کاذب قوت له پوښتنې سره مخ دی.

د طالبانو له سولې سره یو ځآی پاکستان داعش ډله کې مهم کلیدی کسان ځای په ځای کړی او امکانات یې ورته برابر کړی دی.

پاکستان په دې هڅه کې دی چې د طالبانو د جګړې ځای پر داعش ډک کړی او د دې لپاره د طالبانو هغو جنګی قومندانانو سره د پاکستان استخباراتو خبرې کړی، چې له دې سازمان سره یې اړیکې مستقیم دی.

له طالبانو ناراضی وسله والو باندې پاکستان هم کار کوی چې د داعش ډلې ته یې سوق کړی او د دې په بدل کې به پاکستان ورته امکانات او پیسې برابروی.

افغانان له طالبانو سره په سوله باعزته او پاداره سوله غواړی چې د جګړې د بس لامل شی، که چیرې طالبان په خپلو جنګی قومندانانو او وسله والو باندې کامل کنټرول نه لری، نو ښکاره ده چې د سولې هوکړه به د جګړې پای نه بلکې د یوې بلې ډلې د حضور او فعالیت پیل وی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا