خبر و دیدگاه

لویه جرګه کې دجمهوریت ننګه

 

د سولې لپاره د لوی مشورتی جرګې اکثره ګډونوال چې له ولایتونو، بیلابیلو سیمو او اقشارو څخه یې نماینده ګی کوله په ښکاره ټکو په خپلو بحثونو کې وویل چې مذاکراتی ټیم دې له طالبانوسره بیخی په جمهوریت بحث نه کوی.

لوی جرګه کې د ګډونوالو لپاره د دوه برابرو شویو پوښتنو څخه یوه دا وه چې تاسو د افغان حکومت له مذاکراتی ټیم څخه څه غوښتنه لرئ چې له طالبانو سره مخامخ خبرو کې یې مطرح کړی.

د جرګې زیاتو ګډونوالو خپلو بحثونو کې د نورو لومړیتوبونو تر څنګ دا لومړیتوب ګڼلی و چې جمهوریت به دوام پیدا کوی، ځکه یواځې جمهوریت کولی شی د ټولو حقونه خوندی کړی.

د جمهوریت دوام د ټولو لپاره سره کرښه وه او امارت یې په مطلق ډول رد کړ، د لوی مشورتی جرګې هغه ګډونوال چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه راغلی و، هم له امارت سره مخالفت ښوده او جمهوریت غوښتنه یې درلودله.

امارت افغانانو ته تجربه شوی چې غږ یې چوپ و او هیچا د حقونو لاس ته راوړلو لپاره مبارزه نه شوه کولی.

خو جمهوریت داسې نظام دی چې د ټولو حقونه پکې خوندی کیدلی شی او د هر چا غږ چوپ نه وی.

یواځې په دومره توپیر چې د جګړې په دوام کې به ځینې خلک د جمهوریت له حقونو نه وی برخمن شوی، خو کله چې وضعیت ښه شی، جمهوریت د ټولو لپاره ځای لری او ان اسلام مبارک دین هم په جمهوریت باندې ټینګار لری.

نور هر ډول نظامونه په افغانستان کې پایله نه ورکوی، لږ تر لږه دوام یې ۵ کاله وی او بیا بل نظام راځی، خو یواځې جمهوریت دی چې کولی شی ټول په ځان راټول کړی او د یو پرمختللی افغانستان خاوندان شو.

امریکا، نړیوالې ټولنې او ان طالبانو د لوی جرګې د پریکړه لیک هرکلی کړی دی، دا پریکړه لیک به د حکومت لپاره یوه تګلاره وی چې کولی شی سولې ته پرې په اسانه ځان ورسوی.

هسې هم له امریکا سره د طالبانو هوکړه کې دا ښکاره ده چې امارت بیا د منلو نه دی، نه یې افغانان منی او نه یې بهرنیان، نو کله چې یو نظام هیچا ته د منلو نه وی، بیا څنګه ۲۰زره کسان کولی شی پر خلکو یې تطبیق کړی.

د افغانستان د راتلونکی لپاره جمهوریت یو ښه نظام دی او له دې خوا هیڅ ډول نظام کې خلک ځان نه شی لیدلی.

لوی مشورتی جرګې د ټول افغانستان استازیتوب کو او دا د یو حقوقی سند حیثیت لری چې ټولې خواوې یې ومنی.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا