خبر و دیدگاه

په سویلی ولایتونوکې د طالبانو اندیښنې

 

 

د قطر دفتر سیاسی پلاوی کې ځینې بدلونونه راغلل او دا بدلونونه وروسته له هغې راغلل چې ځینې څېرې پاکستان نه غوښتلې او ځینې څېرو سره جنګی طالبان مخالف و او د جنګی قومندانانو برخه یې کمه ګڼله.

خو اوس چې د طالبانو منځ کې د ملا عبدالغنی برادر په اړه خبرې راپورته شوی، دا جنجال او تشویشونه نور هم زیات شوی دی.

د طالبانو د جنوبی حوزې مشران په دې اړه شکمن دی چې څنګه ملا برادر د پاکستان په یو سخت زندان کې ساتل کیده، خو اوس قطر ته له یوې ځوانې میرمنې، ۵کلن زوی او ۷کلنې لور سره تللی دی.

دا پوښتنې او تشویشونه وروسته له هغې پیدا شول چې کله د طالبانو جنګی قومندانانو ولیدل چې ملا برادر د زندانی کیدو په کلونو کې واده کړی او اولادونه یې پیدا شوی دی.

دا تشویشونه ځکه راولاړ شوی چې د ملا برادر په اړه ویل کیږی چې زندان کې نه بلکې د ای ایس ای یو کرایی کور کې اوسیده او ښه ساتنه او پالنه یې کیدله.

دا چې ملا برادر کلونه د زندان په نامه د پاکستان د استخباراتو میلمه و او د طالبانو رهبرۍ ته یې هم دروغ ویلی، دې موضوع طالبان پر یو بل سخت بې باوره کړی دی.

دا بې باوری څو اړخونه لری.

یو دا چې طالبان تشویش لری چې ملا برادر د ای ایس ای له لوری روزل شوی او د سولې د مذاکراتی ټیم مشرۍ ته دستورې رالیږل شوی دی.

بله خبره دا چې طالبان بې باوره شوی چې څنګه یې یو داسې کس د سرنوشت په اړه پریکړه کوی چې د طالبانو ټولې رهبرۍ ته یې دروغ ویلی، هغه بندی نه و، میلمستون کې و، خو طالبانو رهبرۍ ته وایی چې هغه زندانی و.

د جنوبی حوزې د طالبانو بل تشویش دا دی چې د ملا برادر په راتګ سره یو شمېر طالب مشران حاشیې ته شوی او ممکن دا کار د پاکستان په لارښوونه شوی وی.

د دوی دا اندیښنې ځکه پر ځای دی چې جګړې او سختې ورځې دوی تیری کړی، خو اوس ټول امتیازات هغه طالب مشران اخلی چې د ای ایس ای میلمستونونو کې یې هوسا او ارامه شپې تیری کړی دی.

د ملا برادر په اړه شکونه تر دې ځایه رسیدلی چې د طالبانو د هلمند د حوزې قومندانان ټینګار لری چې د مذاکراتی پلاوی یوه دوره مشری دې ملا برادر او بلې دورې دې شیخ حکیم کوی.

طالبانو دا موضوع پټه ساتلې او نه غواړی چې نورې ډلې او وسله وال یې پرې خبر شی، طالبانو سیاسی دفتر هڅه کوی دا موضوع پټه وساتی او یا ورته داسې توجیه پیدا کړی چې دا بې باوری په بیا ځلې اعتماد باندې بدله شی.

پاکستان پوره هڅه کوی چې د سولې مذاکراتو کې یې برخه مالومه وی او هر هغه څه چې پاکستان یې غواړی طالبان مجبور دی چې د مذاکراتو په میز یې مطرح کړی.

خو د طالبانو ځینې ډلې له دې طرحې سره مخالف دی او نه غواړی چې پاکستان دې په دوی کې دومره نفوذ ولری چې ان د قطر دفتر کې کسان لیرې کوی او بل کس ځای پر ځای کوی.

د طالبانو ترمنځ دا جنجال پراخیدونکی دی او ممکن د بین الافغانی مذاکراتو د پیل پرمهال پراخه او رسنیز شی.

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا