خبر و دیدگاه

له افغانستان نه پاکستان ته د جسدونو صادرات

 

هسې هم اوس ټولو ته مالومه شوې چې طالبان د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملیشې دی او د هغوی د ګټو لپاره یې ۱۹ کاله افغانستان کې د جهاد په نوم تاوتریخوالی وکړ او سلګونه زره افغانان یې قربانی کړل.

تازه صورت حال دا دی چې د سویل ختیځ او سویلی ولایتونو څخه پاکستان ته په یوه ورځ ۱۵ جنازې تللی او هلته په ځانګړو مراسمو خاورو ته سپارل شوی دی.

د پاکستان د استخباراتو فریب دا دی چې لومړی خلک په مدرسو کې په ځانګړی هنر باندې د ملایانو په خوله جګړې ته استخدام کوی، لږ امکانات ورکوی او په استخباراتی ملایانو باندې د جنت ټکټ ورته برابروی.

کله چې دا کم پوه ځوانان د استخباراتو له لوری جګړې ته چمتو شی، بیا د ځانګړی پلان له مخې استخبارات یې تر شا وی، له ډیورنډ کرښې دې غاړی افغانستان ته رالیږل کیږی او د جګړو سنګرونو ته لیږل کیږی.

کم پوهه ځوانان یا خبر نه وی او یا یې عقل کار نه کوی چې افغانستان کې له چا سره جهاد کوی او د دې هدف څه دی.

خو ټول دا ډول ځوانان نه وی، له دوی سره پوره ډله وی چې د پاکستان د استخباراتو کسان او د پوځ متقاعد افسران ورسره وی چې ځانګړی موخې پرې تعقیب کړی.

د دوی لویه برخه سویل خیتځو ولایتونو (لویه پکتیا) یا سویلی ولایتونو (لوی کندهار) ته لیږل کیږی او بیا تر هغې بیرته ورته د ستنیدو موقع نه وی، تر څو چې وژل شوی نه وی.

اوس چې طالبان په افغانستان کې د جګړې د بشری قوی له سخت کمښت سره مخ دی، د پاکستان استخباراتو دا دنده اخیستې چې دا تشه پوره کړی چې جګړه دوام پیدا کړی.

پخوا د طالبانو لپاره په کور دننه د بشری قوی استخدام اسانه و، ځکه پلمه وه چې افغانستان اشغال شوی او بهرنی ځواکونو پرضد جګړه جهاد دی.

اوس چې له امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو سره اوربند شوی او برید کول پرې د طالبانو په قانون کې جرم دی، په کور دننه بشری قوه د جګړې لپاره کمه شوې ده.

دا بشری قوه هغه مهال کمه شوه، یا نه استخدام کیږی چې طالبانو پر امریکایی ځواکونو بریدونه بند کړل او د افغانانو پرضد یې جګړه پیل کړه.

اوس هیڅ پلمه نشته چې طالبان پرې خلکو ته فریب ورکړی چې د جګړې لپاره یې استخدام کړی، نو د دې لپاره د پاکستان استخبارات کار کوی چې بشری قوه ورته له خیبر پښتونخوا او پنجاب له دینی مدرسو برابره کړی.

اوس له پاکستان څخه خبرونه دا دی چې تیرو څو ورځو کې نږدې هره ورځ جنازې کیږی او قربانیان په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره جګړه کې هلاک شوی دی.

د پاکستان د استخباراتو او پوځ بل پلان دادی چې د افغانستان جګړه کې وژل شوی په ډیرو ښو ځانګړو مراسمو دفن کوی او ګمارل شوی ملایان ورباندې داسې تقریر یا بیان کوی چې نور خلک وهڅوی چې افغانستان ته د جګړې لپاره ورشی.

د دې ټولو لوبو تر شا د پاکستان استخبارات او پوځ دی، خو ښکاره یې ورته ګمارل شوی ملا او د دینی عالم په جامه کې شیطان مخامخ دی چې کم پوه او بې عقل ځوان لا ډیر د جګړې لپاره تشویق شی.

له دې به ښکاره ثبوت چرته وی چې د افغانستان له جګړې پاکستان ته جنازې روانې دی او هلته په ځانګړو مراسمو کې دفن کیږی، ایا د پاکستان امنیتی ځواکونه له دې نه خبریږی، یا یې ولې پوښتنه نه کوی چې دا خلک په افغانستان کې ولې جګړې کوی، خو ښکاره خبره ده چې طالب یانې د پاکستان د پوځ ملیشه.

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا