خبر و دیدگاه

طالب ډله پرله پسې خپلې ژمنې ماتوی

 

طالبانو له امریکا سره په دوحه کې هوکړه کړې چې خوشې کیدونکی زندانیان به یې هیڅکله بیا جګړې ته نه ستنیږی او په کور به پاتې کیږی.

طالبان هر کله امریکا او نورې نړۍ ته وایی چې د دوحې تړون ته ژمن دی، خو په اصل کې دا تړون طالبان هره ورځ ماتوی.

د طالبانو څلور زره خوشې شویو زندانیانو کې زیات شمېر یې بیرته د جګړو لیکو ته تللی او ځینو ان په خپلو سیمو کې د جګړې مشری هم اخیستې ده.

تازه مورد کې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د قاری روح الله په نوم هغه طالب سرګروپ ټپی شوی چې د طالبانو د زندانیانو لیست کې و، او د دولت له لوری خوشې شوی دی.

دا یو مثال دی چې یو طالب خوشې شوی زندانی بیرته د جګړې لیکو ته تللی او یو ځل بیا ټپی شوی خو تښتیدلی دی.

مالومات ښیی چې هرو لس خوشې شویو طالبانو کې تراوسه یو کس بیرته د جګړې لیکو کې یو ځای شوی او بیا یې جګړه پیل کړې، په داسې حال کې چې د زندانیانو د خوشې کیدو یو شرط دا و چې دا زندانیان به بیا د جګړې ډګر ته نه ځی.

طالبانو باندې هیڅکله باور نه شی کیدلی، دا ډله یوه ترهګره ډله ده او کوم سیاسی بیز او ریښه نه لری چې فشار پرې راشی چې په ژمنو باندې ودریږی.

تاسو به په یاد وی چې د حامد کرزی په حکومت کې هم یو شمېر زندانیان د ښه نیت له مخې خوشې شول چې ګوندې طالبان به سوله وکړی، خو کله چې زندانیان خوشې شول، طالبانو د سولې له خبرو شاتګ وکړ او خوشې شوی زندانیان بیا د جګړې ډګر ته ستانه شول، چې ځینې یې بیرته ونیول شول.

طالبانو هڅه کوی چې امریکا ته ځان د دوحې په تړون کې ژمن وښیی چې خطرناک زندانیان یې هم خوشې شی، هغه زندانیان چې لویو بریدونو او مخدره توکو قاچاق او کاروبار کې یې لاس درلوده.

جګړه د طالبانو شوق نه دی، نه یې د وطن لپاره کوی او نه د اسلام له غمه مړه دی، جګړه د طالبانو لپاره د عوایدو سرچینه ده او یوه ورځ چې جګړه و نه کړی، روزی یې نه پیدا کیږی.

د طالبانو مشران د جګړې له درکه زیاته پانګونه بهرنیو هېوادونو کې کړې او هیڅکله یې قومندانان په کور نه شی پاتې کیدلی چې د سولې پروسې او مذاکراتو ته په تمه شی.

د طالبانو قومندانان اوس د رهبری تر کنټرول لاندې نه دی، هره سیمه کې خپله قومندان قانون لری او د جګړې له درکه هڅه کوی چې زیاتې پیسې پیدا کړی او بهرنۍ اړیکې جوړې کړی.

پر طالبانو باور کول، حماقت دی اوله دې ډلې سره باید هر اړخ ډیر محتاط لاړ شی، کنه بیا به وخت تیر وی او څه به په لاس نه ورځی.

ځینو سیمو کې خوشې شوی طالبان په خپله خوښه د پیسو پیدا کولو لپاره جګړې ته تللی او ځینو سیمو کې چې طالبان د بشری قوی له کمښت سره مخ و، خوشې شوی طالب زندانیان یې مجبور کړی چې جګړه وکړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا