خبر و دیدگاه

طالبان د بهرنیو ترهګرو د خوشې کیدو غوښتنه لری

 

دا چې د سولې خبرې ځنډیدلی او جګړې شدت پیدا کړی، طالبان د بهرنیو ترهګرو چې د القاعده او داعش د مشرانو او وسله والو سربیره پکې د پاکستان د ای ایس ای غړی او د سخت دریځو ډلو وسله وال شامل دی، غوښتنه کوی.

افغان حکومت دا زندانیان ځکه نه خوشې کوی چې دوی بهرنی ترهګر دی او لوی بریدونو او جنایتونو کې لاس لری، خو دا چې پر طالبانو د پاکستان فشار دی، د دې کسانو د خوشې کیدو غوښتونکی دی.

طالبانو د دې کسانو د خوشې کیدو په غوښتنه یو ځل بیا خپل اصلیت وښود چې د بهرنیو استخباراتو او بهرنیو ترهګرو ډلو سره همکاری لری او د هغوی په غوښتنه خپل وطن ورانوی او هېوادوال وژنی.

طالبان د دې کسانود خوشې کیدو لپاره اوس هم هره ورځ افغانان وژنی او خبرداری ورکوی چې تر څو دا ترهګر نه وی خوشې شوی، افغان وژنه به دوام لری.

طالبان د بندیانو په لیست کې دا کسان هم شامل کړی چې باید خوشې شی، خو افغان حکومت ویلی چې بهرنی ترهګر او لوی جنایتونو باندې تورن کسان به هیڅکله خوشې نه کوی.

د دې کسانو ځینې نومونه دا دی :

 

  • د بنګلدیش اوسیدونکی حسن البشر چې په ۲۰۱۸م کال کې کونړ ولایت کې نیول شوی

 

  • د پاکستان تبعه احسان وقار چې په ۲۰۱۷م کال کې میدان وردګ ولایت کې نیول شوی
  • پاکستان تبعه محمد نجیم اختر چې په ۲۰۱۷م کال کې په کندهار ولایت کې نیول شوی
  • د بوتان اوسیدونکی عبدالله سکن چې په ۲۰۱۸م کال کې لوګر ولایت کې نیول شوی
  • د پاکستان د ای ایس ای غړی شکیل احمد چې په ۲۰۱۶م کال کې په میدان وردګ ولایت کې نیول شوی
  • د پاکستان د لشکر طیبه غړی جمیل قادری چې په ۲۰۱۹م کال کې په پکتیا ولایت کې نیول شوی
  • د ظاهر بکر په نوم د پاکستان تبعه چې ۲۰۱۸م کال کې نورستان ولایت کې نیول شوی
  • عبدالله اورکزی چې پاکستان تبعه دی چې په ۲۰۲۰م کال کې نیول شوی
  • د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ډلې غړی احمد قادر چې په ۲۰۱۹م کال کې نیول شوی
  • د پاکستان تبعه ارشاد حقمل چې په ۲۰۱۸م کال کې نورستان ولایت کې نیول شوی
  • د بنګلدیش اوسیدونکی نایب الحسن چې د بمونو انجنیر دی په ۲۰۱۹م کال کې په زابل ولایت کې نیول شوی
  • د پاکستان تبعه محمد کبیر چې ۲۰۲۰م کال کې کونړ ولایت کې نیول شوی
  • د پآکستان تبعه شفیق جاوید چې په ۲۰۱۹م کال کې په پکتیا ولایت کې نیول شوی
  • د پاکستان تبعه حامد منیب چې د کیمیاوی موادو متخصص دی په ۲۰۲۰م کال کې خوست ولایت کې نیول شوی
  • د بلوچستان د پولیسو یو متقاعد افسر عمران په ۲۰۱۹م کال کې په خوست ولایت کې نیول شوی
  • د سودان تبعه عبدالشکور چې په ۲۰۱۹م کال کې کندهار ولایت کې نیول شوی
  • عبدالله سعید چې د پاکستان تبعه دی په په ۲۰۱۹م کال کې کندهار ولایت کې نیول شوی
  • د پاکستان د سپاه صحابه ډلې غړی چې په ۲۰۱۹م کال کې هلمند کې نیول شوی
  • د پاکستان تبعه سمیر چې په ۲۰۱۹م کال کې لوګر ولایت کې نیول شوی
  • جهانګیر اکبر چې په ۲۰۱۸م کال کې په فاریاب ولایت کې نیول شوی
  • رستم خان چې د پاکستان تبعه دی، کندز ولایت کې په ۲۰۱۹م کال کې نیول شوی
  • د پاکستان تبعه مبارک عثمان چې له خوست ولایت په ۲۰۱۸م کال کې نیول شوی
  • الطاف قادر چې د پآکستان تبعه دی، په ۲۰۱۷م کال کې میدان وردګ ولایت کې نیول شوی
  • د ازبکستان تبعه رمضان احمد چې په ۲۰۱۹م کال فاریاب ولایت کې نیول شوی
  • د پاکستان د لشکر طیبه غړی کامران چې په ۲۰۱۸م کال کې خوست ولایت کې نیول شوی
  • دپاکستان د استخباراتو غړی رفیق اعجاز چې ۲۰۱۹م کال کې لوګر کې نیول شوی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا