خبر و دیدگاه

طالبان او روسیه افغانستان کې د وژنو لپاره ګډه یاری کوی

 

لویدیځو رسنیو راپورونه خپاره کړی چې روسیې طالبانو ته پیسې ورکړی چې د افغانستان لویدیځ کې امریکایی ځواکونه ووژنی.

راپور لیکی چې طالبانو د روسیې لپاره د پیسو په بدل کې دا کار کړی هم دی او ځینې بریدونه یې د روسیې لپاره پر امریکایی ځواکونو کړی دی.

که څه هم تراوسه روسیې د دې راپورونو په غبرګون کې څه نه دی ویلی، خو دوه کاله وړاندې طالبانو اعتراف کړی و چې له روسیې سره یې اړیکې جوړې شوی او په دې اړیکو باندې ځینې طالب قومندان له طالبانو جلا شول، ځینو بیخی وسلې کیښودې او ځینو نورو تر یو بل نوم لاندې فعالیت پیل کړ.

دا ښکاره ده چې طالبان کرایی قاتلین دی او هر چا چې پیسې ورکړې، د هم هغوی لپاره کار کوی.

له دې راپور د خپریدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی چې طالبان کرایی قاتلین دی، اوس پر امریکایانو برید نه شی کولی او امریکا توانیدلی چې له دې کرایی قاتلینو په افغانستان کې خپل سرتیری وژغوری.

ټرمپ په ډاګه کړې چې اوس طالبان امریکایی سرتیرو باندې برید نه شی کولی او روسیه دې خپلې هغه پیسې له طالبانو بیرته واخلی چې د امریکایی ځواکونو د وژل کیدو لپاره یې ورکړی دی.

ټرمپ دا جالبه نه ده چې طالبان د روسیې لپاره امریکایی سرتېری وژنی، ځکه ټرمپ ته د طالبانو په تړاو رسیدلو مالوماتو کې شته چې طالبان افغانستان کې کرایی قاتلین دی او هر چا چې پیسې ورکړی، د هغوی لپاره کار کوی.

ټرمپ ویلی چې حتا طالبان د پیسو او امکاناتو په بدل کې له ځان هم تېر دی، یانې ځانمرګی بریدونه کوی، که څوک پیسې ورکړی.

ټرمپ ویلی چې طالبان یې تر یوې نامالومې مودې لپاره په اجاره اخیستې او دا ژمنه یې ورسره کړې چې امریکایی او نور بهرنی ځواکونه به نه وژنی، یواځې د افغانانو وژلو ته به دوام ورکوی.

ټرمپ په یو ټویټ کې دغه راز ویلی چې طالبانو تیرو نولس کلونو کې په خپل وحشت او دهشت باندې سلګونه زره افغانان د پردیو لپاره وژلی او لا هم جګړه روانه ده چې نور افغانان ووژنی.

خو ټرمپ ډاډه دی چې تر دې وروسته به یو امریکایی هم د طالبانو د وحشت او جګړې نه ښکار کیږی، ځکه امریکا طالبان اجاره کړی او که هر څوک د امریکا پرضد پیسې ورکړی، امریکایی ځواکونو باندې برید نه شی کولی.

دا خبره ښکاره ده او لا نوره هم ښکاره شوه چې طالبان کرایی قاتلین دی او هر څوک چې پیسې ورکوی، د هغوی لپاره کار کوی، خپله کورنۍ او ځان هم د بل د ګټو لپاره وژنی او بیا د اسلام او جهاد نوم ورکوی.

یو څه چې د ټرمپ له څرګندونو سره زیات ډاګیز شول، هغه دا چې طالبان واک ته د رسیدو لپاره هر هغه عمل کوی چې نه په اسلامیت کې وی او نه په انسانیت کې، طالبانو د اسلامیت او انسانیت ټولې پولې نړولی دی او افغانستان کې د نورو هېوادونو په نماینده ګی جګړه کوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا