خبر و دیدگاه

د تروریزم پر ضد قیام پکار دی

 

افغانانو دوه لسیزې برابریږی چې د ترهګرۍ قربانی دی او ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې ډیرې قربانۍ ورکړې.

خو دا چې افغانان لا هم په مکمله مانا باندې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې یو شوی نه دی، لا هم دا قربانۍ جریان لری.

ترهګر یو ـ یو وژنی او له هرې کورنۍ یې قربانی اخیستې، هغوی چې د دې پدیدې قربانی نه دی، داسې ورځ راتلونکې ده چې قربانی ترې واخلی.

که مو له لومړی سره ترهګرۍ ضد مبارزه کې سره لاس ورکړی و، ترهګرو له موږ دومره قربانی نه شوه اخیستلی.

ځینې د ترهګرو له ډاره ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاری نه کوله، ځینو به ویل چې ترهګر موږ ته زیان نه رسوی، ځینې له نورو مجبوریتونو، خو یو څه چې اوس ښکاره دی، هغه دا چې ترهګر وچ او لامده نه ګوری، هر ځای چې برابره شوه، له خلکو قربانی اخلی.

دوه لسیزو کې نږدې هره کورنۍ د ترهګرۍ قربانی ده، خو موږ لا هم په تمه یو چې ترهګر به موږ ته څه نه وایی، ترهګر مشخص دښمن نه لری، یواځې غواړی چې خلک ووژل شی او ګډوډی جوړه شی.

تاسو ولیدل چې ترهګرو تیرو کلونو کې په یو او بل نوم باندې د جهاد ترنامه لاندې او د اشغال شعار پرضد جګړه وکړه، خو وروستۍ نتیجه څه شوه، وروستی نتیجه دا ده چې ترهګر د بهرنیانو پروژې وې، ځینو پیسې ترلاسه کولې، او ځینې نور د واک په تمه دی چې راتلونکی کې یو ښه ځای ته ورسیږی.

افغانستان کې په هیچا جهاد روا نه دی، دا علماوو ثابته کړې او تر تاسو به یې هغه فتوا هم رسیدلې وی چې سعودی عربستان، اندونیزیا او کابل کې دینی علماوو د بحثونو په پایله کې صادره کړې.

خو طالب او نورې ترهګرې ډلې بیا هم د افغانانو د وژل کیدو لپاره توجیه لټوی او د وطن ورانیدو لپاره هره ورځ خلک قربانی کوی.

نو د دې لپاره چې موږ او تاسو له دې ناولې پدیدې خلاص شو، یووالی ته اړتیا ده، یواځې یووالی کولی شی موږ له دې بدمرغه جګړې خلاص کړی او ترهګرو ډلو مخ تور کړی چې غواړی تفرقه رامنځ ته کړی.

د ترهګرۍ لومړی هدف دا دی چې د افغانانو تر منځ مذهبی، ژبنی، قومی، سمتی او نور ډول نفاق رامنځ ته کړی، که څه هم تراوسه دې هدف ته نه دی رسیدلی، خو هڅې یې لا هم دوام لری.

که موږ هر یو ترهګرۍ ضد مبارزه خپل مسوولیت وبولو، هیڅ ترهګر نه شی کولی چې له موږ قربانی واخلی.

دا زموږ مسوولیت دی، دولت له خلکو جوړ دی او خلک چې دولت سره همکاری و نه کړی، دولت نه شی کولی، هر کور باندې یو پولیس څوکیدار ودروی او هره کوڅه کې پوسته جوړه کړی.

نو لا هم وخت نه دی تېر، راځئ ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړئ، ستاسو هویت پټ ساتل کیږی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا