خبر و دیدگاه

د لېوه بچی د لېوه بچی وی

 

د طالبانو تر څنګ د حقانی شبکه چې د طالبانو د پیچلو بریدونو مسوولیت لری، له سولې وروسته هم په جګړه ټینګار لری.

تازه د حقانی شبکې مشر سراج الدین حقانی ویلی چې د سولې پروسه او سیاسی فعالیت په دې مانا نه دی چې ګنې له سولې وروسته به جګړه پای ته ورسوی.

هغه په یو ډاګیز پیغام کې ویلی چې جګړه به یې دوام پیدا کوی او سیاسی فعالیت او سوله د دوی پر جګړه هیڅ تاثیر نه لری.

له همدې د طالبانو او حقانی شبکې نیت د دې هېواد او خلکو لپاره مالوم کړئ، افغانان چیغې وهی چې طالبان کرایی قاتلین دی او په سوله هیڅ باور نه لری، خو بیا هم ځینې جاهله ځوانان د دوی لیکو ته ورځی او مقابل کې خپل ورونه وژنی او وطن ویجاړۍ خواته بیایی.

د سولې اوسنۍ پروسه د طالبانو مجبوریت دی، ځکه افغان ځواکونو او نړیوالو سره مقابله نه شی کولی او غواړی چې نړیوال ځواکونه له افغانستان ووځی او خپلو بریدونو او جګړو ته دوام ورکړی.

زه خپله په دې باور لرم چې اوس د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستان په وضعیت ناسم اغیز نه شی کولی، ځکه افغان  ځواکونه د دې پوره وړتیا لری چې د طالبانو تر څنګ نورو ترهګرو ډلو ته هم ماتې ورکړی.

خو د طالب او حقانی شبکې جګړه په کلیو کې ده او له خلکو د سپر په توګه کار اخلی، کنه جګړې دومره دوام نه شو کولی.

دغه راز د دوه ډلې په پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د کډوالو له مجبوریت ناسمه ګټنه کوی، هلته خلکو ته ناسم ذهنیت ورکوی او ځانمرګو بریدونو لپاره یې روزی.

د حقانی شبکې تر شا د ای ایس ای مسقیم لاس دی او دا ډله ډیر امکانات لری چې افغانستان برباد کړی او افغانان ډیر شمېر کې قربانی کړی.

که خبره د مخامخ جګړې راشی او طالب په جومات، مدرسه او د خلکو په کورونو کې پت نه شی، دوه ورځې ژوند هم نه شی کولی.

خو دا چې طالب ګډوډی جوړوی او ځان ساتی، همدې جګړه اوږده کړې او د افغان ځواکونو کار یې سخت کړی دی، طالب یو غریب ځوان له مجبوریت ګټه پورته کوی، بم ورپورې وتړی او پر یو ځای یې ورسم کړی، د غریب اولاده له ځان ناخبره چاودنه وکړی، ځای یې جهنم شی، خو طالب مشر او قومندان په دې ځانمرګی لکونه کلدارې واخلی او خپل ژوند پرې جوړ کړی.

نه طالب زورور دی، نه د حقانی شبکه، د دې دواړو ډلو رزالت زورور دی چې هر ځای او پر هر چا باندې برید کوی، که هر څوک، هر څومره ووژل شو، دوی ته توپیر نه کوی، یواځې چې رسنۍ یې د سرخط وګرځوی.

طالب پروژه د جګړې پروژه ده، هر هغه طالب چې د سولې غږ پورته کړی، وژل شوی دی، او د سراج الدین حقانی وروستۍ څرګندونې یې ښکاره ثبوت دی چې له سولې وروسته به هم جګړه دوام پیدا کړی.

افغانان سوله په هر قیمت غواړی، خو داسې سوله نه غواړی چې جګړه دوام پیدا کړی، یو څو طالبان کابل ته راشی او نور جګړې ته دوام ورکړی، د باعزته او پایداره سولې مانا د جګړې پای ده.

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا