خبر و دیدگاه

سولې د خدای مرحمت دی

 

 

د امریکا او طالبانو له هوکړې سره سم د سولې هیلې وغوړیدې او افغانان په دې تمه چې ګنې جګړه به ودریږی او افغانان به خپل منځ کې سولې ته ورسیږی، خو له افغانانو سره د طالبانو د جګړې شدت دا هیلې له منځه یوړې او یا یې کمزورې کړې.

افغان حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ له هوکړې وړاندې جګړه بس کړه او دفاعی حالت یې غوره کړ، حکومت دا کار سولې ته د رسیدو او افغانانو په غوښتنه وکړ چې سوله یې ارمان دی.

خو طالبانو څه وکړل؟ پر بهرنیو ځواکونو یې بریدونه بند کړل او د خپلو افغانانو وژنو ته یې دوام ورکړ او د دې وژنو لپاره یې پلمه هم نه درلودله.

طالبانو مخکې جګړه د اشغال پرضد یادوله، خو کله چې بهرنیانو سره هوکړه وشوه، طالبانو د جګړې دا توجیه له لاسه ورکړه، خو جګړه یې و نه دروله، مالومه شوه چې طالبانو شل کاله جګړه د واک لپاره وه او د جهاد په نوم یې خلک تیر ویستل.

که جګړه د اشغال پرضد وی، نو امریکایی او نورو بهرنیو ځواکونو خو مهالویش وټاکه چې افغانستان کې به پوځی ماموریت پای ته رسوی، نو بیا څه اړتیا وه چې د خپلو افغانانو پروړاندې جګړه پیل کړی.

کله چې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو دوه میاشتې دفاعی حالت کې تیرې کړی او طالبانو بریدونو ته دوام ورکړ، افغان حکومت مجبور شو چې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو تړلی لاسونه خلاص کړی او جګړې امر ورکړی.

خو کوچنی اختر په رارسیدو سره طالبانو درې ورځینۍ اوربند وکړ او افغان حکومت هم د دې اوربند هرکلی وکړ.

اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده، ځکه اوس هره ورځ د جګړې قربانی افغانان دی او ګټه یې بهرنیان وړی، خو طالبان چې د بهرنیو هېوادونو په امکاناتو او دستور باندې جګړه کوی، د سولې پر ځای جګړه باندې زیات تمرکز لری.

هسې هم افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره خپل نیت په عمل کې ښودلی دی، مذاکراتی ټیم یې اعلان کړی، د مصالحې شورا لپاره یې رهبری رامنځ ته کړه، دوه میاشتې یې جګړه و نه کړله او دغه راز سولې ته د رسیدو لپاره یې د طالبانو نږدې درې زره بندیان خوشې کړل.

د طالبانو همدا پلمه ده چې تر څو بندیان نه وی خوشې شوی اوربند او خبرې نه کوی، خو داسې ښکاری چې افغان حکومت غواړی د طالبانو دا پلمه هم ختمه کړی.

اوس چې د طالبانو ټولې غوښتنې یو په بل پسې عملی کیږی، نو بیا ولې طالبان په جګړه کې کموالی نه راولی، هغه جګړه چې قربانی یې د غریب افغان اولاده ده او د طالبانو مشران او قومندانان له دې جګړې ښه ژوند لری.

اوس چې د بندیانو د خوشې کیدو پروسه روانه ده او ټاکل شوې چې تر دوه اوونیو نور بندیان خوشې او د سولې خبرې پیل شی، افغانانو کې یو ځل بیا د سولې لپاره هیلې راټوکیدلی دی.

افغانان د سولې ارمانجن دی او د دې لپاره هر قیمت ته حاضر دی، خو سوله باید د جګړې د پای په مانا وی او باعزته او پایداره سوله وی.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا