خبر و دیدگاه

طالب بندیان له خوشی کیدلو وروسته

 

تاسو به لیدلی وی چې کله د جګړې په ډګر کې طالبان ونیول شی، دومره ښیرن او بدرنګ شکل باندې وی چې حتی انسانیت باندې یې شک وی.

ځینې بیخی د ځناورو په کواره وی، دوی په دې شکل ځان ځکه جوړوی چې غواړی چې خپل وحشت لومړی په قواره کې ښکاره کړی او بیا خپل وحشتونه تر همدې رنګ لاندې وکړی.

ما لیدلی چې کله طالبان نیول کیږی، ان ځان یې بوی کوی او ویښتان یې دومره سره نښتې وی چې سړی فکر کوی، د میږو له وړیو جوړ شوی لمڅی دی.

طالبان کولی شی په ښه شکل هم ژوند وکړی، خو دا کار د دې لپاره کوی چې له رنګ او شکل یې خلک وډار شی.

خو له زندان وروسته چې خوشې کیږی، تاسو به لیدلی وی چې د انسانانو په رنګ کې وی، پاک رنګونه یې وی او سړی فکر نه کوی چې ګنې دوی دې کوم وحشت او ظلم کړی وی.

د دې څو لاملونه دی

لومړی دا چې طالبان تر نیول کیدو وروسته زندانونو کې ډیرې اسانتیاوې لری چې کولی شی ښه ګټه ترې واخلی او انسانیت او اسلامیت زده کړی.

دویم دا چې طالبانو ته په زندان کې یو ازادی نشته، نور ټول امکانات لری چې زده کړې وکړی او ژوند زده کړی.

دریم دا چې طالبان په زندانونو کې ښه خوراک او ښه د اوسیدو برابر ځای لری چې له ازادۍ پرته یې نور ښه ساعت پکې تېر وی.

څلورم دا چې طالبانو ته د زندان دننه د عصری او دینی زده کړو تر څنګ حرفوی زده کړې شته چې کولی شی یو کسب زده کړی او له زندان وروسته د همدې کسب له لارې خپل ژوند جوړ کړی.

طالبان په زندان کې ان د کمپیوټر زده کولو اسانتیا هم لری او دغه راز ځینې وختونه د تفریح تر څنګ له ملګرو سره بنډارونه هم کولی شی.

له دې ټولو سره ـ سره دا نازدانه خلک ځینې وخت زندان کې اعتصاب کوی چې ولې ورته موبایل نه پریښودل کیږی، یا نورې داسې غوښتنې چې د یو زندانی لپاره هیڅ قانون کې نه وی.

خو برعکس طالب له افغان سرتیرو سره څه کوی؟

طالب چې کله د جګړې په ډګر کې، یا پر لویه لار سرتیری ونیسی، نو یا خو سمدستی پرې جد جاری کوی او ځای په ځای یې وژنی.

که سمدستی له وژل کیدو وژغورل شو، بیا یې له کورنۍ پیسې غواړی او د پیسو په بدل کې یې خوشې کوی.

که دا کار هم و نه شو، بیا ورته دومره وهل او شکنجه ورکوی چې کله کله یې په مرګ تمامه شی.

تازه کندز کې یو پوځی سرتیری چې د طالبانو لاس ته ورغلی و، له ډیرې لوږې ساه ورکړې.

نو قضاوت تاسو وکړئ، چې انسانیت او اسلامیت په طالب، که په حکومت کې دی، طالب به کله انسان کیږی؟

سید عبدالله چاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا