خبر و دیدگاه

پر خبریالانو برید د ولس پر ارادې برید دی

دا یو تریخ حقیقت دی چې زمونږ ګران هیوادا افغانستان او مظلوم ولس په تیرو څلورو لسیزو کې  ډیرې ناخوالی، دردونه، غمونه، د خپلو عزیزانو له لاسه ورکول، د نورو د ناوړو اهدافو لپاره د هیواد مادی او معنوی شتمنیو له لاسه ورکول او… هغه څه دی چې له بده مرغه یې تجربه کړی او یا یې زغملی دی، چې دغه ناخوالی او دردونه لا هم دوام لری او هره ورځ مونږ خپل هیوادوال او عزیزان له لاسه ورکوو،هره ورځ مو په عامه ځایونو، حتی پر مقدسه ځایونو(جوماتونو) روغتایی او تعلیمی مراکز، پل او پلچک، بریښنایی ستنو، علماو، مشرانو، داکترانو، انجینرانو، خبریالانو، ماشومانو او ښځو باندې خونړی بریدونه تر سره کوی او له لاسه یې ورکوو، حال دا چې  زمونږ د ملکی خلکو او عامه ځایونو لپاره د دفاع او ځان ساتنې هیڅ ډول تدابیر نه وی، په عامه خایونو کې له بریدونو څخه د دښمن یواځنې موخه د خلکو تر منځ د ویری او وحشت خپرول دی او دا په انسانیت او اسلام کې تر ټولو یو نه بښوونکی عمل دی چې د اسلام او انسانیت او په ځانګړی توګه د افغانانو د دښمنانو لخوا تر سره کیږی.

لکه څنګه چې ټولو هیوادوالو په جریان کې دې چې د یادو ناخوالو او دردونو سربیره یو ځل بیا هم  افغان دښمنه او د افغانستان د پراختیا ، پرمختګ او بیان آزادی دښمنانو تیره ورځ د کابل ښار د څلورمې ناحیی په اړوندو کې د خورشید تلویزیون د کارمندانو پر موتر د ترهګریز برید په تر سره کولو سره د یاد تلویزیون دوه تنه کارکوونکی شهیدان او شپږ تنه نور یې ټپیان کړل، حال دا چې رسنۍ او یا هم  خبریالان د ولس ژبه ده او یا هم په بل عبارت داسی وایو چې رسنۍ د ولس او حکومت او ورته نورو سیاسی جریانونو ترمنځ د ارتباطی پل حیثیت لری او د ښکیلو خواوو ښه او بد غږ او عمل د خپل ولس تر غوږونو رسوی.

بله دا چې  د رسنۍ استازی او یا هم کارمندان یې په هیچا پوری تړاو نلری او غواړی چې یواځې د مظلوم ولس غږ پورته او د ټولنې حقایق هغوی ته ورسوی، خو د رسنیو دغه عمل او ریښتینولی د ځینو کړیو او ډلو ته د زغملو وړ نوی او د رسنیو کارکوونکی تر خپلو بریدونو لاندې راولی او دا هم باید وویل شی دا لومړی ځل ندی چې زمونږ د رسنیو پر کارکوونکی باندې بریدونه ترسره کیږی بلکې په دغه لاره کې زمونږ ګن شمیر هیوادپالو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خورشید تلویزیون او یا هم نورو خبریالانو باندې برید نه یوازې چې د بیان پر آزادی برید دی بلکې دا برید پر افغان ولس باندې برید دی ځکه چې رسنۍ او خبریالان د خپل مسوولیت له مخې تل حقایقو ته لومړیتوب ورکړی او دا د افغانستان د سولې او ثبات او پرمختګ  دښمنانو ته د زغم وړ ندی او تل هڅه کوی تر څو په هیواد کې د بیان آزادی غږ خفه او له منځه یووسی. خو دا هم باید په یاد ولری چې افغان ولس به نه یوازې چې هیڅ کله هم د دوی  ناوړو موخو تسلیم نشی بلکې د هرې ورځی په تیریدو سره به د ټولنې د ناخوالو  او په ځانګړی توګه د هیواد د دښمنانو پر وړاندې د یو سپر په توګه ولاړ وی.

نوید احمد څرک

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا