خبر و دیدگاه

دافغانانو برى دخپلو پوځونو په پیاوړتیا کې نغښتې دى

Hamid_KarzaiImage4

په داسې حال کې چې دآمریکا ولسمشر اوباما، په افغانستان کې دخپلې سترا تیژۍ په اړوند دناټو او آمریکایی پوځونو عمومی قوماندان جنرال مک کریستال درپوټ دارزونې په اړوند وروستۍ پرېکړې ته رسیدلى ښکاری، داوباما د ملی امنیت سلا کار جنرال جیمز جونز ، دروان کال دلړم دمیاشتې په ۱۵ مه دآلمان دشپیګل دمجلې سره په مرکه کې وویل : دافغانستان لانجه یوازې دپوځونو په زیا توالی سره نه حل کېږی . موږ کولاى شو چې ۲۰۰ زره پوځونه افغانستان ته ولیږو ، خو دسرتېر و دغه شمېره دافغانستان وشرایطو د ښه کولو له پا ره بې ګټې ده.

دناټو عمومی منشی راسموسن ، دروان کال دلړم دمیاشتې په ۱۵ مه دبې بې سی سره په مرکه کې وویل، چې دافغانستان ملی اردو او ملی پو لیس باید وروزل شی ، او دافغانستان امنیت باید په خپله افغانانوته وسپارل شی .  له بلې خوا، دروان کال دلړم دمیاشتې په ۱۵ مه دانګلستان صدراعظم ګوردن براون وویل ، چې دحامد کرزی دحکومت دنا کامۍ په صورت کې به د بریتانیا پوځونه له افغانستان څخه ووځی. دنوموړو لوړ رتبه چارواکو دڅرګندونوسره جوخت په افغانستان کې دملګرو ملتونو استازی کاى آیډه،وویل چې له افغامستان څخه به دبې امنۍ له امله  خپل ۲۰۰ تنه کارکوونکی وباسی.دنوموړو نظرونو او څر ګندونوپه رامنځته کېدو سره دیو شمېر پوځی او سیاسی  ماهرانو سره راز راز پوښتنې را پید ا کېږی . یوشمېر خلک په دې باور کېږی، چې دافغانستان په جګړه کې ښکېل هېوادونه له افغانستان څخه دوتلو له پاره بانې غواړی ، چې دغه بانې دحامد کرزی په نوى حکومت کې د فساد ورکول ، زور واکانوته ځاى نه ورکول ،دنشه یی توکو دقا چاقبرانو نیول او محاکمه کول، او داسى نورى بانى دی. اوس مهال حامد کرزى د کورنیو او بهرنیو د سختو فشار و نو لاندى د ى او حامد کرزى د خپلى کابینى په جوړولو کى د سترو ستونزو سره سره مخامخ ښکاری. د روان کال د لړم د میاشتې په ۱۷ مه د یکشنبى په ورځ حامد کرزى وویل چې د ادارى فساد نوې بڼه له بهرنیو مرستو زیږېدلې ده. په قراردادونو کې شفافیت نشته، د پروژو تطبیق له جدی فساد سره مخ دى، د دا ډول اداری فساد مسوولیت تر دېره د نړیوالې ټولنې پرغاړه دى. په نوی حکومت کې به د هغو کسانو لپاره ځاى نه وی، چې په اداری فساد کې ککړوی. وړ کسان به له توپیرونو پرته په دندو کومارل کیږى.

د حامد کرزى له نوموړو ځرگندونو څخه داپه ډاگه کیږی، چې حامد کرزى د بهرنیانو د فشار په وړاندى له سخت مقاومت څخه کار اخلی او نړیواله ټولنه په ادارى فساد کې شریکه گڼى. حامد کرزى مخکى هم دا خبره کړیوه چې د بهرنیو مرستو پیسې یوازى د افغانستان حکومت نه دې پټى کړى بلکى نړیوالى ټولنى هم دا کار کړیدى. د حامد کرزى د نوموړو ځرگندونو په وړاندى ممکن د نړیوال ټولنى غبرگون رنگارنگ اړخونه ولری. د دى په څنگ کې داسى فکر کېږى، چې د کابینې په جوړولو کې حامد کرزى بیا هم دتېر وخت په شان د مصلحتونو له مخى خپل حکومت جوړ کړی او د ملى مشارکت نوم ورکړی. له بلى خوا نه داسى هم فکر کیږى چې د خپل مقاومت له امله د افغانستان په لانجه کې د روسیى، هند او یو شمیر اسلامى هېوادونو پښې هم راکش کړی او په دغه ډول د لویدیځو هېوادونو د فشار یوه برخه کمزورې کړی. نن سبا حامد کرزى د نوى کابینې په جوړولو کې په سختو منډو تړو لگیادى. ټاکل شویده چې د ا ساسى قانون سره سم حامد کرزى او د ده دوه تنه مرستیالان د روان کال د لړم د میاشتې په ۲۸ مه د یو شمېر بهرنیو میلمنو په گډون د لوړى مراسم تر سره کړی. کېدلاى شى چې د لوړى د مراسمو د ترسره کولو وروسته په حامد کرزى د نړیوالى ټولنى فشار لا زیات شی. حامد کرزى ته په کار ده چې د ټولو کورنیو او بهرنیو فشارونو په وړاندى په پوره هوښیارۍ سره ځواب ووایی. له حامد کرزى څخه د نړیوالى ټولنى، آمریکا او ناټو غوښتنې په ځاى او د افغانستان د خلکو غوښتنې دی. له بلى خوا، د نړیوالى ټولنى شتون دا ایجا بوى چې حامد کرزى د نوى حکومت په جوړولو او د ادارى فساد په مخنیوى کى د نړیوال ټولنى سره سم کار وکړى او ځانته داسى یو کارى ټیم جوړ کړی چې د افغانستان د خلکو د هیلو سره سم دنړیوال ټولنى په مرسته د خپلو ټولو مخالفینو سره د روغې جوړې خبرى وکړی. حامد کرزى ته په کار ده، چې په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو بیل بیل نظرونه د افغانستان د ملى گټو د تامین په خاطر سره یو کړی او دهغوى د نظر له یووالى څخه پوره گټه واخلى. په هغه څه کې چې د افغانستان د خلکو خبر وی کرزى باید د هغى په سرته رسولو کې ځنډونه کړی. کرزى باید د خپل نوى حکومت په دوره کې د افغانستان د خلکو له پاره لا ز یات دوستان پیدا کړی، نه دا چې دښمنان. حامد کرزى پاید په دې یوه شى چې دده او د ټولو افغانانو برې د افغانستان د پوځونو په پیاوړتیا کى نغښتى دى. د ملى اردو او ملى پولیسو په پیاوړتیا سره کېدیلاى شى چې په افغانستان کې بهرنى ځواکونه په ډاډه زړه د سولې او ورورۍ په فضا کې له افغانستان څخه ووځى او افغانان د خپل هېواد مسوولیت په خپله واخلی.

 

برگرفته از هشت صبح


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا