خبر و دیدگاه

د طالبانو تر منځ تازه راپورته شوي بې باوری‎

 

څو ورځې وړاندې په لغمان ولایت کې د طالبانو د چاودیدونکو توکو انتقال کوونکی ووژل شو.

دا ډير مهم کس و چې د تور غر له لارې به یې پاکستان ته تګ راتګ کو او له دې لارې به یې چاودیدونکي توکي تر لغمان ولایت رسول.

اکثریت ماینونه به له همدې چاودیدونکو توکو جوړیدل او دا کس په لغمان کې د طالبانو لپاره مهم کس یادیده چې په وژل کیدو باندې یې یو ډول بې باوري د ځايي طالبانو له لوري راپورته شوې ده.

هغه کس چې د چاودیدونکو توکو د انتقال مسوولیت یې درلوده، ورور یې قرغیو ولسوالۍ کې د طالبانو د جګړې مسوول دی او ډيرو ورانیو کې لاس لري.

ورور یې د طالبانو ځآیي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د ورور قاتلین او یا هغه کسان چې ورور مالومات یې قاتلینو ته ورکړي، ورسره شریک کړي.

خبرداری دا دی ، که د ورور د قتل په اړه یې دقیق مالومات ور نه کړل شي، د تور غر لار به د طالبانو د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړي.

د تور غر لار د طالبانو د تګ راتګ لپاره خوندی لار بلل کیږي او ټول ځآنمرګي او چاودیدونکي توکي له همدې لارې انتقالوي.

تراوسه ځایي طالب مشران د وژل شوي کس د ورور د غوښتنې په تړاو چوپ دي، ځکه هغوی سره داسې کوم مالومات نشته.

خو یو څه چې لغمان کې د طالبانو ترمنځ ګونګوسۍ دي، هغه دا چې ممکن دا موضوع د طالبانو ترمنځ د پاشل کیدو لامل شي.

طالبانو ډير کله دا ډول وژني مرموزې وژنې یادې کړي چې بیا خپله هم نه پوهیږي چې چا او څنګه وژلی دی.

ډير کله چې د افغان ځواکونو له لوري هدفي عملیات وشي، هم طالبان خپلمنځو کې پر یو بل شک کوي چې مالومات چا خپاره کړي دي.

خو اوس له نیکه مرغه زیات شمېر خلک په داوطلبانه ډول له افغان ځواکونو سره همکاري کوي او په وخت مالومات شریکوي چې طالبان زیات قتلونه و نه کړی او زیات شمېر ټولګټي ځایونه وران نه کړي.

دا نه لومړی پيښه ده او نه به وروستۍ پيښه وي چې د طالبانو تر منځ یو قتل د اختلافاتو سبب کیږي.

د طالبانو مشر ملا عمر چې ووژل شو، هم په تړاو یې سخت اختلافات راپورته شوي و چې ګنې هغه په مرموز ډول وژل شوی خو مشرانو یې ویل چې هغه په خپل مرګ مړ شوی دی.

 اوس هم درست معلومه نده،  پخوانی طالب ویاند مولوي مطمین مړ او که وژل شوی؟

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا