خبر و دیدگاه

د پاکستان ترکنټرول لاندې دیني مدرسې که د ځانمرګو روزنځایونه

 

دا ښکاره ده چې په افغانستان کې طالبان دومره کسان د ځانمرګو بریدونو لپاره نه شي روزلی او نه شي چمتو کولی، څومره چې پاکستان کې ځوان نسل په یوه او بله پلمه باندې ځانمرګو بریدونه ته چمتو کیږي.

د دې څو لاملونه دي چې پاکستان د طالبانو لپاره د ځانمرګو د تولید فابریکې ګرځيدلې ده.

لومړی دا چې طالبان او د پاکستان استخبارات له هغو ځوانانو ناسمه ګټنه کوي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د دیني زده کړو لپاره تللي وي.

دویم دا چې درې میلیونه افغانان د پاکستان بیلابیلو ښارونو کې اوسیږي او زیات شمېر یې ببلابیل مجبوریتونه لري چې د پاکستان استخبارات ترې د ځان د ګټو لپاره کار اخلي او د دې ګټو د تطبیق وسیله طالبان دي.

دریم دا چې پاکستان په ټولو ښارونو کې لوی او کوچنۍ مدرسې په خپل مدیریت کې اخیستي او د دې مدرسو مشران د پاکستان د استخباراتو یا ای ایس ای په مستقیمه اړیکه کې دي او د دیني علومو زده کوونکي د جګړو لپاره استخدام کوي.

څلورم دا چې د پاکستان د علماوو په تړاو زیات شمېر افغانان یا کم مالومات لري او یا یې ژر په تبلیغاتو باندې تیر وځي، دا ملایان د ملا په جامه کې د پاکستان د استخباراتو معاش خواره دي او د هغوی د ګټو لپاره د دیني علومو زده کوونکي کاروي.

دا پورته ذکر شوي ټول موارد د طالبانو لپاره یو فرصت ګرځیدلی او د جګړې کار یې ورته اسانه کړی چې په اسانۍ سره وکولی شي ځانمرګي بریدګر پيدا او هر ځای چې خوښه شي د شومو اهدافو لپاره یې وکاروي.

تازه نورستان ولایت کې یو ځانمرګی نیول شوی چې روزنه یې د پاکستان په یوې مدرسه کې ترلاسه کړې او بیا د یو پاکستاني له لوري تر نورستان ولایت انتقال شوی او دلته بل مسوول کس ته سپارل شوی دی.

د مالوماتو له مخې د جاوید په نوم یو ترهګر چې د پاکستان اوسیدونکی نورستان ولایت ته د ځانمرګو بریدګرو د انتقال مسوول دی او تازه مورد کې یې د عبدالحق فدايي په نوم یو ځانمرګی بریدګر د نورستان تر وانټ وایګل ولسوالۍ رسولی دی.

دې ځانمرګي د پاکستان په یوې مدرسه کې د ملا په جامه کې د پاکستان د استخباراتو له لوري روزنه لیدلې او بیا له یو ځانمرګي واسکټ سره نورستان ولایت مرکز کې د برید لپاره ګمارل شوی دی.

جاوید د عبدالحق فدایي په نوم ځانمرګی په وانټ وایګل ولسوالۍ کې ملا عیسی چې د طالبانو ځایي مسوول دی، او په حکیم الله مشهور دی، سپارلی او بیا د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال بریدګر د افغان ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

تر دې به بل ښکاره ثبوت چرته وي چې طالبانو ته وړاندې شي، دا ډله د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي او د پاکستان ملیشه یادیږي.

طالبانو سیاسي مشران که هر څومره سولې ته ځان ژمن وښيي، جنګي طالبان به یې سولې ته ځکه زړه ښه نه کړي، چې جګړه کې یې ګټې دي او سوله کې خپل راتلونکی تیاره بولي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا