خبر و دیدگاه

د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو شدت

هغه اندیښنې چې د سولې پروسې او جګړې په تړاو خلکو درلودلې، داسې ښکاري چې واقعي رنګ خپل کړي.

د طالبانو او افغان دولت ترمنځ خبرې پيلیدونکې دي او داسې ښکاري چې تر دې خبرو وړاندې او یا وروسته د طالبانو اختلافات ډاګیز شي.

د طالبانو ترمنځ اختلافات اوس هم شدید دي، خو نه رسنیز کیږي او هڅه کیږي چې ځینې ډلې په اعتماد کې واخیستل شي او له اختلافاتو یې راوګرځوي.

دا اختلافات د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته راولاړ شوي دي.

د طالبانو جنګي قومندانانو سره د سیاسي دفتر له لوري مشوره نه وه شوې، که مشوره شوې، په لویه کچه شوې او د زونونو او ولایتونو جنګي قومندانان نه دي خبر چې طالبانو سره امریکا سره په څه هوکړه کړې ده.

طالبانو سیاسي دفتر یواځې مهم موضوعات رسنیز کړل او د هوکړې ضمیمه موضوعات پټ وساتل شول، ان له جنګي قومندانانو هم پټ ساتل شوي دي.

اوس له جنګي قومندانانو سره انديښنه ده چې مشرانو یې څه هوکړه کړې او په کومه بیه یې خرڅ کړي دي.

یو څه چې د طالبانو جنګي قومندانان یې اندیښمن کړي، هغه د امریکایي چارواکو څرګندونې دي چې ګنې طالبان یې تر یوې مودې په اجازه کې واخیستل.

له امریکا سره تر هوکړې وروسته د طالبانو ځینې جنګي قومندانان ځانونه کم احساسوي، ځکه دوی قربانی ورکوي، خو د قطر دفتر د دوی سرنوشت پرته له دې ټاکي چې جنګي قومندانان ان خبر هم نه وي.

ځینو سیمو کې اختلافات ډاګیز شوي، خو ځینو نورو سیمو کې د دې لپاره پټ ساتل شوي چې غواړي له افغان دولت سره تر هوکړې وروسته له یو بل جنګي حرکت سره یو ځای او جګړه دوام پيدا کړی.

د جنګي قومندانانو اندیښنه دا ده چې طالبانو مشران به امتیازات واخلي او هغه ډلې چې سخت تلفات یې ورکړي او کلونه یې جګړه کړې، حاشیه کې به پاتې شي.

دا خبره هم واضح ده چې افغان دولت په اوس وخت کې نه شي کولی، په یو ځل باندې د طالبانو ټول قومندانان او وسله وال جذب کړي.

دا هر څه په تدریجي ډول مخ ته ځي، خو جنګي ډلې غواړي چې سولې ته په رسیدو دې سمدستي د دوی سرنوشت وټاکل شي.

ځینو سیمو کې د طالبانو جنګي ډلې په دې مشورو بوخت دي، که د قطر دفتر له افغان دولت سره سوله کوي، د دوی پلان به څه وي.

زیات تمرکز اوس لپاره پر دې دی چې څنګه کولی شي تر یو بل نوم لاندې جګړه دوام پيداکړي او د دوی ګټې خوندی وساتل شي.

د طالبانو اکثره جنګي قومندانان مستقیمې اړیکې لري، دا اړیکې د نشه یي توکو له کاروباریانو او بهرنیو استخباراتي ډلو سره دي.

نو له همدې کبله ډاډه دي، که د طالبانو له مشرانو سره د سولې پروسه کې یو ځای نه شي، شته فرصت او امکانات چې د جګړې د دوام لپاره ترې ګټه واخلي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا