خبر و دیدگاه

پاکستان کې دینې مدرسې د آی آېس آی تر کنټرول لاندې دي؛ زده کوونکي افغانستان د جګړې لپاره رالیږي

 

د پاکستان ای ایس ای په وزیرستان کې فعال د ترهګرو د روزنې مرکزونه لري او هلته میشت افغانان او نور پښتانه په یو او بل نوم استخدام کوي، تر روزنې وروسته یې افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږي.

دا وسله وال د هغو ترهګرو ډلو سره اړیکه لري چې پاکستان ازاد فعالیت لري، لشکر جهنګوي، لشکر طیبه، سپاه صاحبه، لشکر اسلام او نورې سخت دریځې ډلې چې د ای ایس ای مستقیم ملاتړ ورسره دی، د مدرسو ځوانان تر روزنې وروسته افغانستان ته د جهاد تر  نامه لاندې ترهګرۍ ته رالیږي.

تاسو که د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان تعقیب کړي و، هغوی ښکاره ثبوتونه خپاره کړي چې دا ډلې په وزیرستان کې فعاله مرکزونه لري، هدفي وژنې کوي او هر هغه کس له مخې پورته کوي چې د دې ډلو پرضد غږ پورته کوي.

دا ترهګر د نامالومو وسله والو په نوم قتلونه کوي، خو نامالوم ځکه نه دي چې له پوځې مرکزونو راوځی، فعالیت کوي او بیرته پوځي مرکزونو ته ستنیږي.

د پاکستان نورو ګوندونه او سیاستوال هم پر دې موضوع خبر دي، خو دا چې هلته ټول واک له پوځ او ای ایس ای سره دی، نو هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې د دې ډلو پرضد غږ پورته کړي.

یواځې پښتون غورځنګ دی چې د دې ډلو تر شا لاسونه یې ډاګیز کړي او د دې ډلو هدفونه یې روښانه کړي چې یواځې غواړي پښتون وطن ناامنه کړي او له دې خاورې افغانستان ته ځوانان د جهاد په نوم د ترهګرۍ لپاره ولیږي.

ما څو ورځې وړاندې یوه ویډیو ولیدله چې وزیرستان کې یوې جنازې کې د جمعیت علماء اسلام یو ملا بیان کو او وژل شوی کس یې شهید یادو چې پکتیا کې له افغان ځواکونو سره جګړه کې وژل شوی و.

یواځې دا نه و، داسې لسګونه جنازې له ډيورنډ کرښې هاغاړې ته ځی او هلته خاوره ته سپارل کیږي.

داسې فریب کاره ملایان لکه د جمعیت علماء اسلام دا ملا چې بیان یې کړی و، نور ځوانان یې تشویق کول چې افغانستان ته د جهاد لپاره لاړ شي، په داسې حال کې پاکستان حکومت او قانون په هیڅ دین اسلامي نه دی.

خو دا چې دا ډول ملایان د ای ایس ای په مستقیم ملاتړ کې دي، نو پاکستان په اړه خوله نه خلاصوي او جاهله ځوانان افغانستان جګړې ته تشویق کوي.

دا یو ښکاره ثبوت و چې ښکاره کوله یې د پاکستان د سخت دریځي اسلامي ډلو په چوکاټ کې روزل شوي کسان افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږل کیږي او بیا یې جنازې بیرته له ډیورنډ کرښې اوړي.

خیبر پښتونخوا کې پښتانه سیاستوال هم له دې کار سره مخالف دي او د دې پروژې د بندیدو لپاره مبارز کوي، خو ای ایس ای دیني مدرسې او نورو دیني علماء په لاس کې اخیستي، پيسې ورکوي او له همدې کبله ځوانان افغانستان جګړې تشویق کوي چې د پاکستان ګټې افغانستان کې خوندي شي.

تر هغې چې طالب خپلواک نه شي، تر هغې چې طالب د پاکستان له انحصار خلاص نه شي، افغانستان کې سوله ناممکن ده او جګړه به دوام پيدا کوي، ځکه پاکستان هیڅکله نه غواړي چې افغانان د ارام سا واخلي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا