خبر و دیدگاه

د سولې د توافقنامې لاسلیک او د پاکستان منافقت

دا چې د څلور لسزیزو راپدې خوا د افغانستان مظلوم او کړیدلې ولس د پردیو د جنګ ښکارګرځیدلې دې او اوس هم په دې اور کې د دې هیواد بې ګناه بچیان سوځیږي او هره ورځ د لسګونو ځوانانو جنازې خپلو غمجنو میندو او کورنیو ته وړل کیږي چې میندې یې د ژاړه پرته بل کوم کار له وسه پوره نه وي او د زړه تسلا یې د خپلو زامنو، خاوندان، ورورڼو او خپلوان په ورپاتې آنځورونو باندې تسکینوي، کله چې طالبانو د پاکستان د استحبارتي (ISI) آی ایس آی شبکې تر لارښوونې لاندې د امریکا سره توافق نامه لاسلیک کړه او په دې لاس لیک شوي پآڼه کې ځینې شرایط موجود وو، چې له هغې جملې څخه یې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب بندیانو د خلاصون مساله چې ګویا (۵۰۰۰) طالب بندیان به افغان دولت او (۱۰۰۰) تنه افغان امنیتي ځواکونو بندیان به طالبان خوشي کوي، افغان دولت سره به خپل منځي خبرې پیلوي ترڅنګ به یې اورکم رامنځ ته کیږي، دا چې طالبان خپلو ژمنو او د توافقنامې مواردو ته څومره ژمن پاتي شوي او که نه په لنډه توګه به رڼا پرې واچوو.

افغان دولت هر وخت او په هر ډول شرایطو کې په هیواد کې د یوې تلپاتي سولې او د جګړي د پای ته رسیدو په موخه خپلو کړیو ژمنو ته وفادار پاتې شوی او خپل مسئولیت او ریښتینولې یې د ولس او نړیوالو پر وړاندې په ډاګه کړی ده او د ګن شمیر هیوادوالو د مخالفت سربیره یې هم د توافقنامه په رڼا کې د طالب بندیان د خوشي کیدو لړې پیل کړه تر څو د اعتماد او باور فضا رامنځته کړي، خو له بده مرغه په همغه وخت کې بیا طالبانو د دې لپاره چې ۱۰۰۰ تنه بندیان پوره کړي د توافقنامې پر خلاف یې د امنیتي ځواکونو تر څنګ د ملکي خلکو په نیولو او اسیرولو پیل وکړ، سر بیره پر دې هم تر اوسه څنګه چې لازمه وو طالبانو د دغو افغانانو په خلاصون کې تر اوسه جدې اقدام ندې کړی، کله په یوه ولایت او کله هم په بل ولایت کې یا لس تنه او یا هم شل تنه خوشي کړي چې په هغه کې هم زیاتره ملکي وګړي وي او اکثره یې لا هم له دوي سره  د بند شپې ورځې سبا کوي عام ولس ته یې اندیښنې راپیدا کړي، ځکه چې ولس دا ډاډ لري چې طالبان خپلواک ندي او د پاکستاني پوځیانو او ای اس ای د شبکي له لارښوونې پرته هیڅ ډول عمل نشي کولي او په دوحه کې هم کومې خبرې چې رواني وي د دوي په لارښوونه او مشوره تر سره کیدي تر څو خپلې سیاسي موخې تر لاسه کړي چې له همدې امله هم د میاشتو په تیریدو تر اوسه پروې کومه مثبته پایله نده ورکړي.

بله دا چې افغان دولت په وار وار سره له  طالبانو وغوښتل تر څو بین الافغانی مذاکرات پیل او خپلې ستونزې په خپلو منځونو کې پرته له هر ډول لاسووهنود خپل ولس د هوسایني لپاره تر سره او شته ستونزو او ناخوالو ته د پای ټکې کیښودل شي، خوتر اوسه هم طالبان دې ته ندی  حاضر شوي ترڅو د افغان دولت سره د خبرو میز ته کیني، په هر حال کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا زلمی خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې دخبرو اترو په موخه وټاکل شوو او په دې موخه  د قطر، سعودي او پاکستان په ګډون اکثرو هیوادونو ته په وار وار سره سفرونه درلودل خو دغه سفرونه به هم  کله  له ناکامۍ او کله هم له کامیابې سره به مخ شول، هغه وو چې یو وخت د سولې مذکرات ډیر زیات ګرندي شول چې وروسته بیا د طالبانو لخو د امریکایي ځواکونو په یو پوځي کمپ برید په پایله کې د ترامپ لخوا دغه لړې  په ټپه ودرول شي، او څه موده وروسته بیا د دوي د ملاتړيو هیوادونو لخوا دغه لړې بیا پیل چې په ترڅ کې یې د امریکا او طالبانو تر منځ توافقنامه لاسلیک شوه. خو بیا هم د طالبانو لخوا د یادې تفاهمنامې مادې په وار وار سره تر پښو لاندې کیږي.

همدا رنګه په تړون کې دا هم راغلي وو چې طالبان باید تاوتریخوالي کم کړي او بین الاافغانی خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي، خو له بده مرغه چې طالبانو نه یوازی چې تاوتریخوالی کم نکړ بلکې پر امنیتي ځواکونو او عامه تاسیساتو باندې خپل بریدونه لا زیات کړل، او خپلو جنګیالیو ته یې اعلان وکړ چې زمونږ جګړه(جهاد) له افغان حکومت سره لا داوام لري، چې د طالبانو دغه عمل د ولس له کلک غبرګون سره مخ شو چې طالبانو خو د اشغال تر نامه لاندې جنګیدل اوس چې له اشغالګرو سره تفاهم کوي او د افغان ملت پر وړاندې دجهاد اعلان کوي. چې په همدې ترڅ کې دوی دهیواد په بیلابیلو ولایتونو کې په ګن شمیر عامه سیساتو( جوماتونو، روغتیایی مراکز، د جنازې پر مراسمو او …) او وروستی برید یې هم د وزیرمحمد اکبرپر جومات باندې وو چې په پایله کې د یاد جومات خطیب مولوی محمد ایاز نیازی په ګدون دوه تنه شهیدان او څو نور ټپیان شول اوس دا یوه خبر افغان ملت ته څرګنده شوي چې د طالبانو جهاد د  دیني علماو، روغتیایي مرکز، ماشومان، مېرمنو او په ټوله کې افغان مسلمان ملت  پروړاندې دی.

دا په خپله د دې ښکارندوي کوي چې طالبان خپلواکه ندي او تل د خپلو ملاتړو هیوادونو په ځانګړي توګه پاکستان په لارښوونه عمل کوي تر څو د خلکو د غولولو لپاره خپلو غیر اسلامي او انسانی اعمالو ته اسلامي او دیني جنبه ورکړي، خو له بل لورې ګورو چې د دوي ټول اعمال او کړنې د اسلام او انسانیت خلاف دي او هغه څه تر سره کوي چې په هیڅ دین او ائین کې شتون نلري. همدا وجه ده چې دهیواد په ګوډ ګوډ کې د خلکو کرکه او نفرت د ترهګرو او د هغوي د حامیانو پر وړاندې لا پسې زور اخلي ځکه چې افغان ولس  نور نه غواړي تر څو هیواد او ولس یې یو ځل بیا د جنګ او جګړي قرباني شي.

نوید احمد څرک

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا