خبر و دیدگاه

که امضاء و نکړې سوله نشته!

karim-khoram
عبدالکریم خُرم

د ۱۳۹۲ کال د قوس درېیمه یوه له خاطرو ډکه ورځ وه. له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون پر سر د راغوښتل شوې مشورتي لویې جرګې اختتامیه جلسه له هیجانه ډکه وه، دغه هیجان هغه وخت اوج ته ورسېد چې حضرت صبغت الله مجددي د جرګې د رئیس په توګه ستیژ ته وخوت او پر ولسمشر حامد کرزي یې غږ وکړ چې جرګه دغه تړون غواړي او ژر تر ژره یې امضاء کړه! ولسمشر په بیړه ستیژ ته ورغی او ویې ویل چې تر هغه وخته چې امریکایان سوله یا حد اقل د سولې د بهیر عملي پیل تضمین نکړي دی به پر قرارداد امضاء ونکړي. حضرت صاحب د هجرت ګواښ هم وکړ خو کار يې و نه شو او حامد کرزي د قرارداد لاسلیکول و نه منل.

دغه ورځ شپه شوه، د شپې لس نیمې بجې وې، د ولسمشر سکرتر چې معمولاً به د شپې د ارګ په دوهم نمبر قصر کې پاتې کېده په بیړه بیړه لومړي نمبر قصر ته چېرته چې ولسمشر له کورنۍ سره اوسېده ورغى او ورته ویې ویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر غواړي په ټیليفون درسره وغږېږي او اوس به بیا زنګ ووهي. څو شېبې وروسته زنګ راغى. د حامد کرزي او جان کېري تر منځ خبرې اوږدې شوې، جان کېري امضاء غوښته او حامد کرزي هماغه خپل شرایط تکرارول چې په سر کې یې د سولې راوستو اطمینان او د دغې پروسې د واقعي پیل ضمانت و. خبرې تر نیم ساعت واوښتې او لحظه په لحظه توندېدلې، په آخر کې جان کېري حامد کرزي ته وویل: “… د افغانستان ولسمشره! دومره درته وایم که امضاء و نکړې سوله نشته، نور دې خوښه خپله…”

پخوانی ولسمشر حامد کرزى وایي: “هغه شپه مې تفریباً خوب ونکړ، سبا مې د دفتر کارونه ژر ژر تمام کړل او کور ته ولاړم، په انګړ کې مې قدم واهه او دا سوچ مې کاوه هسې نه چې واقعاً دغه تړون وطن ته د سولې او امن د راتلو باعث شي او ما پخپله محاسبه او تحلیل کې اشتباه کړې وي او زما انکار د جګړې د دوام باعث شي، بیا مې د امریکا د دولسو کلونو کړه وړه تر نظر تېر کړل، د سناتور جان کېري هغه قسم را په یاد شو چې د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو د جنجالي کېدو په وخت یې د ډاکټر لودین او نورو همکارانو په مخ کې راته وخوړ او ویې ویل “په انجیل قسم چې دوهم دور انتخابات به کېږي” چې ټول جریانات مې سره څنګ په څنګ کېښودل دې نتیجې ته ورسېدم چې دا خلک دروغ وایي او دغه وعده یا ګواښ یې هم دروغ دى چې ګواکې د BSA له لاسلیکولو سره به سوله افغانستان ته راشي.”

دا زموږ د وروستي تاریخ د یوې پاڼې یو پراګراف و. اوس BSA امضا‌ء شوې خو سوله رانغله!

په تېره روژه کې د افغانستان د دولت یو هیأت په مري کې د پاکستانیانو په حضور کې د طالبانو له یو هیأت سره مخامخ خبرو ته کښېناست. دا هغه څه وو چې تېر حکومت په تکرار او د کلونو په ترڅ کې له اسلام آباده غوښتل خو دوی راسره نه منل. زموږ د یو وروستي سفر په ترڅ کې په یو واړه مجلس کې چې د پاکستان د صدراعظم د دفتر په یوه وړه کوټه کې وشو او جریان به یې زه په راتلونکي کې مفصل ولیکم شجاع پاشا د ISI رئیس په دوو – درېیو هفتو کې له طالبانو سره د مخامخ مجلس د زمینې د برابرولو ژمنه وکړه چې بیا تر آخره دا کار ونه شو. په هر صورت د “مري” د مجلس دوهم پړاو د ملا محمد عمر د مړینې د خبر د خپرېدو له امله تر سره نه شو او دا سلسله بنده شوه.

اوس هغه څه پیل شوي چې څلور اړخیز مجلس ورته وایي (د امریکا، چين، پاکستان او افغانستان تر منځ). د څلور اړخیزو مجلسونو لومړۍ ناسته په اسلام آباد کې تر سره شوه، دوهمه یې په کابل کې او پتېیل شوې چې درېیمه يې د سلواغې په ۱۷ مه بیا په اسلام آباد کې تر سره شي. که دا ناستې له طالبانو سره په مستقیمو خبرو منتج هم شي خاصه تمه ترې نه شي کېدای، ځکه اوس ټول پوهېږي چې طالبان په ډلو وېشل شوي. که یوه ډله یې خبرو ته کښېني خو بله یې جګړې ته دوام ورکړي نتیجه بیا هماغه ده، یعنې د جګړې دوام، خصوصاً چې اوس پرته له طالبانو نورې ډلې هم را پیدا شوې چې د خطرناکو جګړو لپاره تیاري نیسي.

پاکستان چې هغه وخت له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه نه برابروله سبب یې دا و چې دا ډله متحده وه او رهبري یې یوه وه. اوس د سولې خبرې که مستقیمې وي که غیر مستقیمې فیصله کوونکې نه دي، په تېره چې د افغانستان حکومت په تکرار دا وایي چې له هغو ډلو سره به جګړې ته دوام ورکړي کوم چې سوله نه غواړي.

په څلور اړخیزو ناستو کې چې څه مهم دي او د یو مهم پرمختګ په توګه یادېږي هغه د سولې لپاره د “لارې نقشه”(Road Map)  ده. دا اصطلاح او دا مفکوره نوې نه ده. ما پخوا هم دې ته په یوه لیکنه کې اشاره کړې وه. د لومړي ځل لپاره کله چې د ۲۰۱۲ کال په اوړي کې د پاکستان د هغه وخت صدراعظم راجا پروېز اشرف او د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون افغانستان ته راغلل، پر دوه اړخیزو مجلسونو سربېره د ارګ په چارچنار ماڼۍ کې یوه درې اړخیزه ناسته د پاکستان، افغانستان او بريتانیا په ګډون وشوه. په دغه مجلس کې ډیویډ کامرون وویل: “موږ تل د سولې خبرې کوو خو داسې میکانیزم نلرو چې په دې برخه کې پرمختګونو باندې پوه شو او واضح پړاوونه ورته په نظر کې ونیسو، په همدې دلیل د سولې لپاره باید د لارې نقشه جوړه شي.”

وروسته د سولې پر لار نقشې کار پیل شو، په دغه کار کې د افغانستان د حکومت دوه چارواکي چې انګلیسانو ته نږدې ګڼل کېدل ډېر فعال وو.

پتېیل شوې وه چې په پاکستان کې په ټیټه کچه مجلس او په لندن کې یوه بله درې اړخیزه ناسته وشي. له نوموړو چارواکو یوه یې یو ماښام جوړه شوې د لار نقشه راوړه او حامد کرزي ته یې وروښودله. زما نظر چې وپوښتل شو ومې ویل دا د منلو وړ نه ده ځکه چې آخري مرحلې ته یې چې رسېږو ډیورنډ به مو منلى وي، او دا نقشه داسې ترتیب شوې چې ګواکې پاکستان دا جګړه راباندې تپلې موږ یې پزې ته پرې راوستي یو او اوس را ته وایي جګړه به درباندې بنده کړم خو که زما دا دا شرایط ومنې. پخواني ولسمشر هغه لار نقشه ونه منله، داسې تغیرات یې پکې راوستل چې نه پاکستان غوښتل ویې مني او نه انګلستان. انګریزانو بیا پخواني ولسمشر ته لندن ته څېرمه په چکرز کې په جوړې شوې ناستې کې په ډاګه ویلي وو چې افغانستان باید له هند سره په اړیکو کې د پاکستان ملاحظات په پام کې ولري، چې هغه طبعاً رد ځواب ورکړی و.

ملت دې په دې پوه وي چې اوسنۍ د لارې نقشه چې د سولې په نامه جوړېږې کېدای شي هماغه پخوانۍ یا تر هغې خطرناکه وي. متأسفانه حکومت په دې برخه کې ملت ته زیات معلومات نه ورکوي. خو په ډیورنډ کرښې باندې په سیستماتیک ډول پاکستاني تأسیسات جوړېدل، په تکرار پر افغانستان دا تور لګول چې ګواکې دلته تروریستان ساتي او هغوی بیا د ډیورنډ هاخوا عملیات کوي، پر SOP خبرې یا په ځینو مواردو کې عمل کول، د Border Management په نوم ډیورنډ ته ورو ورو د سرحد

حیثیت ورکول، دا ټولې خطرناکې نښې دي. حکومت دې په دې کې مسوولانه عمل وکړي او ملت دې ورته بیدار وي.

نوشته های مشابه

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا