خبر و دیدگاه

د طالبانو لنډ اوربند د خلکو درد نه شی ارامولی

 

اولاً خو هر هغه کار چی د خدایې رضا د حاصلولو لپاره پیل شوی وی، باید چی د خدایې اوامرو په رڼا کی مخته یوړل شی، په هغه کی د بنده نظریاتو، او خواهشاتو ته هیڅ ځای نشته، نو که د طالبانو روانه جګړه د خدای په لار کی جهاد وی، په جهاد کی څنګه دری ورځې وقفه ورکولای شی؟ دا خو په هیڅ آیات او احادیثو کی ندی راغلی چی د خیر او ثواب په کار کې دی، تاسو حتا د یوه ساعت لپاره هم سستی وکړی؟ او آن دا چی همدی طالبانو به ویل چی په روژه کی جهاد سخت ثواب لری، او په همدی کاذبه داعیه یې، په لوګر او دشت برچی کی په سل هاو، بیګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل، نو د اختر شپې خو تر روژی هم مبارکی دی، په دی ورځو کی څنګه په روان جهاد کی وقفه اعلانیږې؟ دی جګړی له تیرو۲۰ شلو کلو راهسی کوم مذهبی او شرعئ اساس نلره، په داسی شعار پیل شوه، چی شل کاله وروستې یې پری رسمآ بښنه وغوښته، په داسی اشکالو مخته یوړل شوه، چی د نړی د ټول مذاهیبو وګړی یې د انسان له نوم څخه متنفر یا زړه توری کړل، اوس پکی لږیا دی، د خپلو سیاستونو، غوښتونو، او تکتیکونو مطابق بدلونونه او شرایط پکی راولې.

کچیری طالبانو واقعین د مظلومو افغانانو، د فریادونو پخاطر اوربند کولای، نو بیا به یې د بین الافغانی مذاکراتو تر نتیجی پوری، اوربند آعلان کړی وی، چی ټولو افغانانو د سولیز ژوند پوره خوند اخیستی وی، بیا به مو کتلی وی چی د سولی مخالفین همدی مظلوم ولس څنګه درته لاری ته راوستل، دا دری ورځی او شپږ ورځی اوربند، اوربند نه بلکی د ژوند لپاره یو محدود فرصت دی، ځکه د همدی دری ورځو وروسته یو ځل بیا همدا افغانان د طالبانو په مرمیو او باروتو وژل کیږې، طالب دا اوربند د افغانانو د فریادونو لپاره ندی کړی، بلکی د خپلی دمی، او د لوګر او برچی د شهیدانو له وینو د لاس مینځلو پخاطر یې یوه کوچنی وقفه اخیستی، نو ددی دا معنا شوه چی نه د طالبانو جګړه جهاد ده، نه یې اوربندونه د شرعیت او انسانیت له رویه دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا