خبر و دیدگاه

طالبان له پاکستاني مدرسو د جنګیالیو د جذب په لټه

 

د دوحې له تړون وروسته چې امریکا او طالبانو لاسلیک کړ، طالبان د جګړې د بشري قوې له کمښت سره مخ شوي دي.

دا څه لاملونه لري چې طالبان د جګړې په لیکو د کسانو له کمښت سره مخ دي.

د طالبانو وسله وال چې کلونه یې جګړه وکړه، لوږې او تندې او زندانونه یې تېر کړل، اوس مالومه شوه چې دا جګړه د واک او امتیازاتو جګړه وه او خلک تیر ایستل کیدل چې د خدای په لار کې جګړه ده.

وسله والو ولیدل چې مشران یې د دوی پر سر معامله کوي او هر کله چې د مشرانو ګټې یې خوندې شوې، همغه ورځ باندې جګړه بس کوي، خو که یې شخصي ګټې خوندې نه وې، جګړه دوام پيدا کوي.

د طالبانو وسله والو او نوي جذب کیدونکو کسانو ولیدل چې مشرانو یې له امریکا سره هوکړه وکړه او له خپلو افغانانو سره جګړو ته دوام ورکوي.

طالب مشرانو کلونه خپل وسله وال په دې تیر ایستل چې امریکا اشغال کړی او باید تر هغې جګړه وشي چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، اوس چې بهرني ځواکونه یا وتلي او یا ورسره د وتلو هوکړه شوې، او جګړې دوام پيدا کړی، له طالب وسله والو سره پوښتنه ده چې دا جګړه د څه لپاره ده.

طالب مشرانو یې خپلو وسله والو ته ویلي چې پر امریکايي ځواکونو بریدونه و نه کړي او خپل افغانان په نښه کړي، همدا د پوښتنې وړ خبره ده چې څنګه اشغالګر په افغانستان کې خوندي او خپل افغانان خوندي نه دي.

له همدې کبله زیاتو وسله والو وسله کيښوده، له جګړې یې لاس واخیست او په افغانستان کې ډیر هغه کسان چې طالبانو لیکو ته جذب کولی شول، اوس یې نه شي جذب کولی، دا ځکه چې طالبان نور د جګړې د دوام لپاره دلیل نه لري، نه د اسلام له نظره او نه د کوم بل نظره.

طالبانو اوس یو ځل بیا د پاکستان مدرسو او ښوونځیو ته مخه کړې، هغه مدرسې او ښوونځي چې افغان مهاجرین پکې زده کړې کوي، طالبانو په ډير چل او فریب باندې تبلیغات پيل کړي، چې نوي تنکي ځوانان تیر باسي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره ولیږي.

له طالبانو سره په دې برخه کې ای ایس ای ډيره همکاره ده او په ځانګړي ډول هغه په اصطلاح دیني علماء یې د تبلیغاتو لپاره ګمارلي چې د پاکستان د استخباراتو مامورین دي او مدرسو او ښوونیزو مرکزونو باندې نفوذ لري.

دا کسان ډير په مهارت مدرسو او نورو ښوونیزو مرکزونو باندې ګرځي چې افغانان پکې زده کړې کوي، دوی په بیلابیل ډول ځوانان هڅوي چې افغانستان کې جګړې وکړي او د شرعي نظام د رامنځ ته کیدو په پلمه پرې خپلې ګټې خوندي کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا