خبر و دیدگاه

ولی طالبان د بایدن له بریا څخه به غصه دي؟

 

طالبان په تمه و چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات به ډونالډ ټرمپ وګټي او هغه بیړه چې ټرمپ د بهرنیو ځواکونو لپاره درلودله، هغه به سر ته ورسیږي او طالبان به یو ځل بیا واک ته ورسیږي.

که څه هم له پاکستان پرته ټوله نړۍ طالبانیزم نه غواړي، خو بیا هم طالبانو سره کاذبه تمه وه چې ګنې د ټرمپ له بریا سره به کابل طالبانو ته وسپارل شي او یوځل بیا به د طالبانو توره واکمني په کابل حاکمه شي.

طالبانو سره دا کاذبه تمه وروسته له هغې پيدا شوه چې د امریکا ولسمشریزه ټاکنو لپاره ټرمپ بیړه درلوده چې له خپل ولس سره کړې ژمنه پوره کړي.

دا ژمنه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتیرو ویستل و چې ټرمپ پنځه کاله وړاندې د ټاکنیزو مبارزو پرمهال کړې وه.

اوس چې ټاکنې وشوې او پایلې یې د جوبایډن په ګټه تمامې شوې، د طالبانو اندیښنې زیاتې شوي دي.

لومړی دا چې ټرمپ د ټاکنو لپاره بیړه کړې وه چې هر څه ژر طالبانو سره هوکړې ته ورسیږي او خپل سرتیري له افغانستان وباسي، خو د دې پریکړې سره د امریکا دفاع وزارت همغږی نه و.

له همدې کبله ټرمپ له طالبانو سره هوکړه کې عاجله وکړه او ډير څه چې باید له دې ترهګرې ډلې سره نه وی منلی شوی، ټرمپ د دې لپاره ومنل چې بیا ټاکنې وګټي خو ټاکنې یې بایلودې.

اوس اندیښنه شته چې ممکن د امریکا نوې رهبري چې بایډن یې مشري کوي، طالبانو سره هوکړه باندې بیا کتنه وکړي، ځکه ټرمپ دا هر څه د انتخاباتو لپاره کړي او امریکا له افغانستان سره اوږدمهاله ژمنې او قراردادونه لري.

د بایډن له بریا سره طالبانو ځکه مورال له لاسه ورکړی چې ټرمپ د خلیلزاد په خوله او صلاحیت باندې طالبانو ته لوی سټیج ورکړی چې ان نړیوال یې هم مخالف دي.

له امریکا سره په هوکړه طالبان ډير مغروره شوې و او د فاتحینو احساس یې درلوده او څو ځل یې ویلي هم و چې دوی د افغانستان جګړه وګټله او امریکا ته یې ماتې ورکړه.

په داسې حال کې چې طالبانو له دوه کلونو راهیسې هیڅ امریکایي افغانستان کې نه دی وژلی او هرې خواته افغانان د جګړې قرباني کیږي.

طالبان چې اوس له افغان حکومت سره هم خبرو کې شاتګ کوي، لامل یې دا و چې د ټرمپ په خبرو باندې یې ډيره تکیه درلوده.

ټرمپ چې کومې څرګندونې کولې، هغه د ټاکنو لپاره کولې، نور خو د امریکا پالیسي او تګلارې مالومې دي چې هیڅ کله نه بدلیږي.

خو طالبان په تمه و چې ټرمپ به سرتیري له افغانستان ووځي، له افغان ځواکونو سره به شوې ژمنې عملي نه شي او طالبان به په تاوتریخوالي سره یو ځل بیا ولایتونو کې وینه تویدنه پيل او ځینو سیمو باندې به واکمن شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا