خبر و دیدگاه

د کابل پوهنتون د تروریستی حملی ترشا

 

د دوشنبې په ورځ پر کابل پوهنتون برید وشو چې تر شپږ ساعته جګړې وروسته برید ووژل شول او تر شا یې زیاته مرګ ژوبله پريښوده.

۲۲ محصلین شهیدان شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي چې په کور دننه او نړۍ کې یې غوغا جوړه کړې وه.

دا برید ځکه له زیات غبرګون سره مخ دی چې څنګه ترهګر پوهنتون کې محصلین په نښه کوي، چې هیڅ نظامي اړخ نه لري او یواځې زده کړې کوي.

له ټولو سره همدا پوښتنه ده چې ولې پر پوهنتون برید وشو؟

له دې وروسته بله پوښتنه دا ده چې څنګه بریدګر وتوانیدل چې پوهنتون ته له وسلو سره دننه شي او بیا تر هغه ځای ورسیږي چې هلته د روټین خلاف زیات محصلین راټول شوي دي.

لومړني مالومات ښيي چې په دې برید کې د پوهنتون دننه ځینې استادانو همکاري کړې، ترهګرو ته یې امکانات او وضعیت برابر کړی دی.

د عامه پالیسې ادارې محصلین چې درې ټولګې لري، ټول یې د وروستي کال محصلین و، ټول په دې ورځ د حقوق ستاژ ټولګي ته ټول شي.

دا ټولګي په داسې ساحه کې دی چې ترهګرو وکولی شول، په اسانۍ او ژر ورته ورسیږي.

همدا د پوښتنې وړ ده چې څنګه د درې ټولګیو محصلین یو ټولګي ته راټولیږي، په دې پلمه چې ټولګیو کې کسان کم دي.

د موندنو بل اړخ دا دی چې ترهګر له وسلو سره پوهنتون ته نه دي دننه شوي، بلکې ترهګرو ننویستل شوي او وسلې یې پرې د پوهنتون دننه ویشل شوي دي.

په دې تړاو پلټنې دوام لري،خو دا په ډاګه شوې چې برید طالبانو کړی او زمینه سازي ورته طالب پلوو استادانو کړې چې په دې برید کې روغ رمټ دي.

په دې تړاو اسناد او شواهد موندل شوي چې بریدګر له د باندې ځای څخه له وسلو سره نه دي دننه شوي، بلکې هر څه له دننه پلان ګذاري شوي دي.

د تحقیقاتو ټیم کار کوي چې مالومه کړي له بریدګرو سره چا او څنګه همکاري کړې چې په یوه وخت باندې یې دومره محصلین ووژل.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا