خبر و دیدگاه

کوم کسان محصلین وژنی؟

 

طالبانو کلونه زرګونه محصلین د جاسوس او مرتد په نوم شهیدان کړل او مسوولیت یې واخیست، نن یې چې د کابل پوهنتون باندې برید وکړ او لسګونه محصلینو ته یې مرګ ژوبله واړوله، مسوولیت یې نه اخلي.

طالب په دې ډول بریدونو باندې افتخار کړی او کوي یې، خو مسوولیت دې ورځو کې ځکه نه اخلي چې نړیوالو سره یې ځینې ژمني کړي دي.

تاسو لیدلي چې ځانمرګي څوک روزي او څوک یې لري، تاسو د طالبانو ارشیف ته سر ښکاره کړئ چې هره میاشت د ځانمرګو د روزل شویو کسانو ویډیوګانې خپروې او په ویاړ یې نشر کوي.

تاوتریخوالي لامل څوک دي؟.

په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل څوک دي؟

په افغانستان کې د جګړې لپاره پلمې او فتوا څوک لټوي.

په افغانانو باندې د مرګ فتوا چا ورکړې او څوک ورته جاسوسان وایي.

په افغانستان کې وینې تویدنې باندې څوک تجارت کوي؟

ښکاره ده چې طالبان دا هر څه کوي او بیا ځینو بریدونو باندې د مجبوریت له مخې چوپ پاتې کیږي.

طالبان د پاکستان د استخباراتو د لاس الې دي او هر کله چې وغواړي د خپلو ګټو لپاره یې کارولی شي.

تاسو به وګورئ چې د دې برید تر پلټنو وروسته به مالومه شي چې دا برید هم د پاکستان استخباراتو ډيزاین کړی او پر طالبانو یې تطبیق کړی دی.

ایا دا انسانیت دی چې دکابل پوهنتون باندې برید وشي او محصلین پکې شهیدان شي؟

ایا دا انسانیت و چې نن هرې خواته محصلین په وینو لمبیدلي پراته و.

دا ښکاره ده چې طالبانو مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې، له افغان ځواکونو سره جګړه نه شي کولی، نو ځکه دا ډول بریدونه کوي.

دا هم ښکاره ده چې طالبان غواړي په دې ډول تاوتریخوالي سره پر افغان حکومت فشار راوړی چې د سولې خبرو کې یې ټولې غوښتنې ومني.

طالبان به هیڅکله په وینه تویدنه باندې پر افغانانو هغه څه و نه مني چې پردۍ اجنډا وي.

طالب د جګړې لپاره راپورته شوې پروژه ده او هيڅکله پر سوله، انسانیت او اسلامیت باندې باور نه لري.

طالب هر هغه کار کوي چې د پردیو ګټې پکې وي، ولو که هر ډول انساني او اسلامي ارزښتونو او کړنو خلاف وي.

طالب لکه څنګه چې ذلیل شوی او رټل شوی دی، په دې ډول بریدونو سره به لا ډير ذلیل شي او هیڅکله به په دې ډول بریدونو باندې موخې ته و نه رسیږي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا