خبر و دیدگاه

د دیني عالمانو فتواوو طالبان ور خطا کړي‎

 

له سعودي، مصر، اندونیزیا او تاشکند وروسته بنګلدیش علماوو په یو تازه بیان کې د افغانستان جګړه ناروا یاده کړې او له سخت دریځو ډلو غوښتل شوي چې نباید د اسلام او جهاد په نوم مسلمانان ووژني.

د بنګلدیش هېواد علماوو په ښکاره ویلي چې په افغانستان کې هیڅ ډول وینه تویدنه شرعي جواز نه لري او باید جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسیږي.

دوی ویلي چې د واک لپاره جګړو ته دې د جهاد نوم نه ورکول کیږي او هڅه دې نه کیږي چې د اسلام مبارک دین په نړۍ کې سخت دریځۍ باندې نوم بدی کړي.

د بنګلدیش د علماو انديښنه لکه د نورې نړۍ د علماوو ده چې طالبان دین د خپلو شخصي ګټو او پردیو استخباراتو لپاره کاروي او په دې سره په نړۍ کې د اسلام غلط تصویر وړاندې کوي.

د اسلام مبارک دین د هیڅ مسلمان وژل روا نه یادوي او نه اجازه ورکوي چې په یوه او بله پلمه باندې خلک ووژل شي، خو طالبان هڅه کوي له امریکا سره تر هوکړې وروسته یې هم جګړه شرعي جواز ولري او په دې برخه کې یې د پاکستان له علماوو د فتوا غوښتنه کړې.

د پاکستان علماء چې د پاکستان د استخباراتو په دایره کې بند دي او له جي ایچ کیو څخه امر اخلي، هر کله یوه لار طالبانو ته پيدا کوي چې افغان وژنه پرې دوام پيدا کړي.

له طالبانو څخه یو شمېر باشعوره وسله والو لارې جلا کړي، یا په کور ناست دي او یا د راتلونکي په اړه تصمیم نیسي چې څه وکړي، خو هغه جاهل وسله وال ورپاتې دي چې نه په دین پوهیږي او نه په انسانیت.

طالبان چې د نړۍ علماوو فتوا سخت وارخطا کړي، اوس په پوره شدت سره کار کوي چې وسله وال یې ترې لارې جلا نه کړي.

ځکه طالبانو په ډيرو کاذبو تبلیغاتو او فتواوو باندې خلک د جګړې لپاره جذب کړي او که خبر شي چې دا جګړه هیڅ اسلامي جواز نه لري، نو یوه ورځ به هم جګړه و نه کړي.

خو طالب مشران چې پاکستان کې ژوند کوي، په ډیر هنر سره د استخباراتي علماوو څخه ویډیو کلپونه اخلي او په خواله رسنیو کې یې تر وسله والو رسوي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره ورته کاذب شرعي جواز پیدا کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا