خبر و دیدگاه

طالبان په کوم دلیل افغانان وژني؟

طالبانو کلونه جګړه په یوه او بله پلمه وکړه، خو کله یې چې له امریکا سره هوکړه وکړه، د جګړې مشروعیت او پلمه یې له منځه لاړه او د بلې پلمې په لټه کې شول.

طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته پر بهرنیو ځواکونو هر ډول بریدونه بند کړل او اوربند یې ورسره وکړ، خو پر افغانانو د بریدونو لپاره یې جوازونه لټول.

طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته سمدستي وویل چې تر څو د دوی زندانیان خوشې نه شي، تر هغې به جګړه دوام پیدا کوي.

د جګړې لپاره سمدستي طالبانو ته همدا پلمه په لاس ورغله چې دوی د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو لپاره تاوتریخوالی کوي.

طالبانو په دې موده کې چې طالب زندانیانو پروسه تکمیل شي، د پنځه زره طالب بندیانو لپاره یې لس زره افغانان شهیدان کړل.

ځینو طالب پلوه کسانو او حکومت خلاف سیاسیونو هم افغان حکومت ملامت باله چې زندانیان نه خوشې کوي او تاوتریخوالی زیات شوی دی.

کله چې د زندانیانو د خوشې کیدو پروسه تکمیل شوه، بیا هم طالبان په خپله ژمنه و نه دریدل او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړ، په دومره توپير چې پخوا به یې د جګړې او چاودنو مسوولیت اخیست، خو اوس د هر ډول جګړې او چاودنو مسوولیت نه اخلي.

طالبانو سره مذاکراتي پلاوی په دوحه کې ناست دی چې سمدستي د جګړې د بس لپآره لار ولټوي، خو دا چې د طالبانو مشورې او پریکړې خپلواکې نه دي، طالبان هیڅ نه غواړي چې تاوتریخوالی کم او اوربند وشي.

طالبان کله په یوه او کله بله پلمه باندې ځان له اوربند باسي او په افغانستان کې خپلو وسله والو ته د جګړې د شدت لارښوونه کوي.

تاسو به د طالب مشرانو خبرې اوریدلي وي چې خپلمنځ کې یې ویلي چې که اوربند وشي، طالبانو فشار له منځه ځي او بیا هیڅ ډول پریکړې او غوښتنې په مقابل لوري نه شي منلی.

یانې دا ښکاره شوه چې د طالبانو جګړه د فشار او واکمنۍ لپاره ده او هیڅ اسلامي او شرعي جواز نه لري.

شرعي جواز خو یې له مخکې څخه نه و، خو کله یې چې له امریکا سره هوکړه وکړه، په همغه ورځ یې پر افغانانو بریدونه پيل کړل او د بهرنیانو وژل یې کفر وباله.

تاسو د هلمند وروستۍ جګړې مالومات وګورئ، چې نږدې ۲۰۰ ملکي وګړي یې قرباني دي او ۱۰زره نور بې ځایه شوي او له سخت وضعیت سره مخ دي.

د طالب جګړه د همدې لپاره ده چې هېوادوالو باندې ارامه ورځ تیره نه شي او هره ورځ باید کډې په سر وګرځوي.

د هلمند جګړه کې طالبانو څه لاس ته راوړل، یواځې خپل افغانان یې ووژل، د غریب اولادونه یې قرباني کړل، د کلي خلک چې حتا تر لښکرګاه کرایه ورسره نه وه، له کوره بې ځایه کړل او ډير نور زیانونه یې واوړول او بیا له شرمیدلې ماتې سره مخ شول.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا