خبر و دیدگاه

ننګرهار برید او تر شاه یې پټ اهدف

 

طالبان او په ځانګړي ډول د حقاني شبکه چې د افغانستان په ویجاړۍ کې تر بل هرې ډلې زیاته ونډه لري، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ښکاره دفترونه او فعالیتونه لري.

تاسو ولیدل چې د حقاني یو زوی اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته ترور شو، دا چې دا کس څنګه د پاکستان استخباراتو ترور کړ، مالوم نه دی، خو یو څه ښکاره دي چې ترهګر په اسلام اباد کې ښه ژوند لري، هغه ترهګر چې افغانستان کې جګړه کوي.

تاسو به د پاکستاني چارواکو تر څنګ تازه د پاکستان د سیاسي تحلیل ګرانو څخه اوریدلي وي چې په رسنیو کې یې په ښکاره ویلي چې د پاکستان استخباراتو حقاني شبکه باندې پانګونه کړې، خو دا ډله هغه ډول د پاکستان د ګټو لپاره کار نه کوي، څومره چې ورڅخه تمه درلودله.

که د حقاني شبکې له توان پوره شي، هره ورځ به ښارونو کې چاودنې کوي او هره ورځ به افغانستان ورانوي، خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا ده چې دا ډله یې له پراخ فعالیت، ډيرې ویجاړۍ او ډیرې وینې تویدنې راګرځولې ده.

د پاکستان استخبارات یا ای ایس ای تر ټولو زیات باور پر حقاني شبکې لري چې کولی شي افغانستان کې د پاکستان لپاره ډير ویجاړی وکړي، خو دا ډله اوس افغان ځواکونو په پښو غورځولې ده.

د حقاني شبکې فعالیتونو په کتو، د دې شبکې ونډه د سولې خبرو کې کمه ده، له همدې کبله ځینې اختلافات هم راپورته شوي چې سختې جګړې او لوی بریدونه دې ډلې کړي، خو امتیاز اوس طالبان اخلي.

په دې تړاو د پاکستان اندیښنه هم شته چې څنګه هغه ډله د سولې خبرو کې کمه ونډه لري چې تر طالبانو یې زیاتې جګړې کړي او زیات اهداف یې په نښه کړي دي.

د طالبانو یو هنر دا و چې د حقاني شبکې بریدونه یې هم ځان پسې حساب کړی، په داسې حال کې چې دا ډله یو جلا فکر او یو جلا تمویل کوونکی لري چې ځانګړی اهداف لاس ته راوړی، هغه اهداف چې د پاکستان استخباراتي اداره یې ورکوي.

حقاني شبکې تر ټولو زیات تمرکز او فعالیت په سویل ختیځه حوزه کې دی، دا ډله له عراضۍ څخه په ګټنې له ډیورنډ کرښې هاخوا اسانه تګ راتګ کوي او اسان امکانات ترلاسه کوي.

که طالبان سوله هم وکړي، امکان لري چې د حقاني شبکه په دې پروسه کې ورګډه نه شي، ځکه دا ډله ډيره سخت دریځي او یواځې په فتحې باور لري.

خو طالبان چې اوس اوږده جګړه کې مات شوي، د فتح خوبونه یې تښتیدلي او غواړي د سولې له لارې راتلونکي حکومت کې مدغم شي.

له دې ټولو څرګندونو سره چې پاکستاني چارواکي او تحلیل ګر یې د طالبانو او حقاني شبکې په تړاو کوي، طالبان پرې غلي دي او هیڅ نه وايي، لامل دا دی چې دا ډله د استخباراتو لاس کې ده او ځان ترې نه شي خلاصولی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا