خبر و دیدگاه

طالبان د امارت خوبونه وینی

 

تر اوسه چې د طالبانو ترمنځ نسبي یووالي و، لامل دا و چې طالبانو هیڅ ډول واکمني نه درلودله، نو ټول په یو صف او یو سمت کې د جګړې په رهبري کولو او وطن په چور کولو بوخت و.

طالبان د هر سمت او هر ولایت لپاره یو کس او ډله لري چې د هغې سیمې څخه د عشر او زکات په نوم باج خپلو کې تقسیم کوي، دا تقسیمات د طالبانو د قومندانانو ترمنځ دي او وسله والو ته پکې هیڅ نه رسیږي.

طالبانو اکثره ځوانان د جګړې لپاره جذب کړي او امکانات او معاش نه ورکوي، په یوه او بله پلمه یې له افغان ځواکونو او عامو خلکو سره جنګوي او طالب قومندانان پرې خپلې ګټې کوي.

ځينو سیمو کې بیا بې کاره ځوانان په پيسو استخدام شوي او سختو ځایونو ته یې ورکوي چې ژر له منځه لاړ شي چې د څو میاشتو معاشونه یې مشرانوته پاتې شي.

اوس چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې او له افغان حکومت سره په خبرو بوخت دي، د دې مشرانو د راتلونکي په تړاو فکر پيدا شوی چې څومره واک کې او په کوم بست باندې به خپله، کورنۍ او دوستان یې مصروف کیږي.

له همدې کبله هر طالب قومندان او طالب مشر هڅه کوي چې د سولې مذاکراتو کې یا ګډون ولري او یا یې پکې سهم مالوم وي چې د راتلونکي په تړاو خپل تصمیم ونیسي.

دا په لحاظ باندې د دوی حق هم جوړیږي، ځکه کلونه جګړې قومندانانو او کسانو یې کړي، خو اوس چې وخت د امتیازاتو رارسیږي، دا خلک پکې حاشيې ته شوي ښکاري.

تراوسه طالبانو خپل قومندانان او نور وسله وال په یوه او بله پلمه باندې تیرویستل، خو اوس یې ځکه نه شي تیرویستلی چې هر څه ډاګیز شول چې دا ټوله جګړه د واک او پيسو لپاره وه او باید واک او پيسو کې د دوی برخه مالومه وي.

له همدې کبله ځینو سیمو کې د طالبانو قومندانانو او وسله والو سره اندیښنه ده چې که راتلونکی دا ډله له اسلامي جمهوریت سره یو ځای کیږي او یا د سولې د خبرو پایله کې یو ګډ حکومت رامنځ ته کیږي، د دوی موقف او پوست به څه وي.

دوی دا اندیښنه ځکه لري چې د طالبانو اکثریت قومندانان بې سواده دي او له هیڅ ډول ټکنالوجۍ سره بلدتیا نه لري، اکثریت یې مدرسې لوستي او یواځې امامت او مدرسه کې استادي پرته بل څه نه شي کولی.

تراوسه دوی هغه انديښنې چې لري، مشرانو یې ورته ځواب نه دی ویلی چې د سولې خبرو پایله کې به د دوی سرنوشت څه وي.

ځینې خو ان کله کله خبرداری ورکوي چې که د سولې خبرو پایله کې دوی بې سرنوشته پاتې شي، وسله نه ږدي او جګړې ته به دوام ورکړي.

دا تشویش له طالب مشرانو سره هم شته چې خپلو قومندانانو او وسله والو سره څه وکړي چې د سولې د خبرو پایله کې به یې سرنوشت څه وي.

د طالبانو ځينې جنګي قومندانانو او قطر دفتر ترمنځ په دې موضوعاتو سخت اختلافات راپورته شوي او هڅې روانې دي چې دا جنجالونه رسنیز نه شي او زیات پراخه نه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا