خبر و دیدگاه

اسلام د ترهگری او افراطیت دین نه، بلکې د امن او عدالت دین دی

دا یو څرګند حقیقت دی چې اسلام د امن، عدالت، میني، ورورلۍ، سولې، ثبات او … دین دی او الله تعالی هم اسلام د ظلم، بی انصافی، افراطیت، فساد او توکم پالنې له منځه وړلو او پر ځای یې د اخوت، انصاف او امن تامنیولو لپاره رالیږلی دی، او کله چې نبی کریم (ص) د الله تعالی له لورې په پیغمبری معبوث شو نو ټوله نړی د فساد ظلم او بی عدالتۍ په لمبو کې سوځیده، جهل او ناپوهي تر دې کچې رسیدلي وه چې خلکو په خپل لاس جوړ شویو بتاتو ته سجدی کولي او جینکۍ به یې ژونډې خښولې، قتل. قتال او همداسې نور غیر اسلامي او انساني اعمال به یې تر سره کول.

خو د اسلام مبارک دین په راتګ سره دا ټول ناوړه اعمال او دودونه له منځه ولاړل او د یوې کلمې په ویلو سره د هغو کرکه، نفرت او دښمنی په حقیقي مینه او دوستي بدله شوه، دعلم او عرفان ډیوې هر ځای بلې شوي او هر مظلوم ته خپل حق ورسید.

خو له بده مرغه چې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې له څو لسیزو راهیسي ځیني ډلو او کړیو د خپلو شخصي ګټو او د پردیو د ناوړو اهداف د لاسته راوړلو په موخه د اسلام او جهاد تر نامه لاندې هغه اعمال تر سره کړل چې له اسلام سره په کلی توګه په ټکر کې دي او غواړي چې اسلام  نړۍ ته د ترهګری، بی انصافی او افراطیت دین په توګه معرفی کړي، حال دا چې اسلام د دښمن او حتی د کفارو لپاره هم خپل شرایط وضع کړی، د هغوي د سپین ږیرو، ښځو او ماشومانو له وژلو چې په جنګ کې یې برخه نه وي اخیستي په کلکه منع کړی، خو طالب او داعش ترهګري ډلي بیا هیڅ ډول قانون او قاعده نلري او د اسلامیت او انسانیت له چوکاټه وتلي او د خپل زړه له غوښتنو سره سم چلند غوره کوي او له ماشومانو، بوډاګانو، ښځو، مساجدو، دیني مدارسو او دیني علماو سره د جګړه مارو په شان چلند کوي.

بله مهمه خبره دا چې په اسلام کې مساجد او دیني مدارس ځانته ځانګړي ځای او ارزښت لري ځکه چې په دغه مقدسه ځایونو کې مسلمانان د الله تعالی عبادت کوي، ځوانان او ماشومان د الهی احکام زده کوي او خپل ځانونه په اسلامي زده کړو سمبالوي تر څو له دغې لارې د دین احکام  نورو ته ورسوي، خو له بده مرغه چې ترهګري ډلي د خپلو ناوړو اهدافو لپاره د اسلام او جهاد تر نامه لاندې  له دغه مقدسه ځایونو په ځانګړي توګه له دیني مدارسو څخه هم کار اخلي او ځوانان د اسلامي زده کړو پر ځاي افراطیت، وحشت او ترهګري ته رابولي او د دوي له پاکو احساساتو څخه په ناوړې ګټي اخیستني سره خپلې لیکي پیاوړي کوي او له هغوي څخه په جګړیز ډګر، ځانمرګو بریدونو او ورته نورو ترهګریزو کړنو کې زمونږ د مظلوم او کړیدلي ولس په وژنه او دهیواد  په ورانیدو کې کار اخلي، چې د طالب او داعش ترهګرو ډلو دغه عمل په خپله د اسلام خلاف عمل او حتی د اسلام او دیني مدارسو د بدنامولو سبب شوي دي.

دا چې د هیواد د ننه او بهر دا موضوع ټولو نړیوالو او په ځانګړي توګه زمونږ په دین مین او مظلوم ولس ته په ډاګه شوی چې ترهګري ډلي په دیني مدارسو کې له ځوانانو څخه ناوړه ګټه اخلي، نو دا د ټولو هیوادوالو او په خاصه توګه د هغو کورنیو دنیوي او اخروي مسوولیت دی چې د خپلو ماشومانو کلکه څارنه وکړي  او هغه مدارسو ته یې له تک څخه مخنیوي وکړي چې دوي د هغو له مدرسینو او مسوولینو څخه په بشپړه توګه معلومات ونلري او یا هم هغو مدارسو ته چې د څارنې لاس رسی نلري، چې خدای مکړه د دوي ماشومانو فراطیت او ترهګریزو کړنو زده کړه ته راوبلي او د هغوي له احساساتو څخه د خپلو ناوړو موخو لپاره ګټه واخلي.   

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا