خبر و دیدگاه

جمهوریت دافغانستان د ټولو ستونزو حل دی‎

اوسنۍ نړۍ کې جمهوریت هغه نظام دی چې د ټولو حقونه پکې خوندي دي او ولسونه کولی شي خپل راتلونکی خپله وټاکي، حساب وغواړي او د هر ډول ناسم اقدام پروړاندې غبرګون وښيي او ناسمې پریکړې چلنج کړي.

د بین الافغاني خبرو پيل غونډه کې د ملګرو ملتونو، ناټو او امریکا د جمهوریت په نظام ټینګار وکړ او د په ډاګه یې وویل چې افغانستان کې د دیموکراتیک نظام ملاتړ کوي چې ټولو حقوق پکې خوندي وي.

د یادو هېوادونو سربیره نږدې ۱۳ نورو هېوادونو هم په خپلو خبرو کې مرستې په دې مشروطې کړې چې راتلونکی نظام دي دیموکراتیک یانې جمهوري وي چې ولس پکې خپلې پریکړې وکړي.

په کور دننه اکثریت افغانان د جمهوریت پلویان دي او بل هر ډول نظام د افغانستان او افغانانو لپاره زهر قاتل یادوي.

افغانانو ډير نظامونه تجربه کړي، تېر ته بیخي نه ورګرځي، نه شاهي نظام غواړي، نه دیکتاتوري، نه طالباني او نه امارتي، ځکه دې ټولو نظامونو کې د افغان ولس غږ چوپ و او ټولې پریکړې به یو یا څو کسانو کولې.

خو جمهوریت کې ولسمشر او پارلمان چې مهمې پریکړې کوي، د ولس له لوري ټاکل کیږي او ولس دا حق لري چې چاته رای ورکړي او چاته رای ور نه کړي.

دغه راز جمهوریت کې د بیان ازادي یو اصل دی چې افغانان ترې ډير مستفید دي او نه غواړي چې دا غږ یې بند شي.

طالبان به خپله هڅه وکړي چې جمهوریت نظام پرضد دریځ ونیسي، خو دا ښکاره ده چې لوی مشورتي جرګه کې خلکو حکومت ته په ډاګه ویلي چې نباید جمهوریت د سولې د خبرو قرباني شي.

طالبان ویره لري چې جمهوریت کې به دوی باندې خلک نیوکه کوي، له دوی به حساب غواړي، دوی ته به رای نه ورکوي او پر ولس به د طالبانو دیکتاتوري نه وي.

کنه طالبان هم پوهیږي چې په اوسنۍ نړۍ کې د اسلامي نظره هم جمهوریت یو ښه نظام دی چې ولسونه پکې پریکړې کوي او پر هیچا پریکړې تحمیلي نه دي.

تاسو که د اسلام تاریخ ته وګورئ، له پيغمبر ص څخه وروسته خلیفه ګان د رایو په اساس ټاکل شوي او همدا د جمهوریت اصل جوړوي.

بل ډول نظام نه په افغانستان کې افغانان غواړي او نه یې هم بهرنیان ملاتړ کوي، که د طالبانو نظام ښه وی، نړۍ کې به هېوادونو په رسمیت پيژندلی، خو دا چې نظام یې له اصولو سره برابر نه و، هیڅ هېواد ورسره ملګرتیا نه کوله.

جمهوریت خو لومړی د بحث نه دی، که بیا بحثونه وشي، طالبان هیڅ لوري ته قناعت نه شي ورکولی چې د جمهوریت پر ځای بل بدیل وړاندې کړي، ځکه افغانان تېر ته نه ورګرځي او د جمهوریت پیاوړتیا او پراختیا غواړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا