خبر و دیدگاه

نړیوال په تمه دي چې حکومت او طالبان باالاخره په یو دیموکراتیک نظام سلاوکړي

د بین الافغاني خبرو پيل غونډه کې دولس عمده موضوعاتو باندې نړیوالو تمرکز کړی چې کولی شي د سولې پروسه بریا ته ورسوي او د افغانستان راتلونکی تضمین کړي.

د بهرنیو هېوادونو او سازمانونو استازو هغه اندیښنې هم شریکې کړي چې دا خبرې سبوتاژ کولی شي.

امریکا له نړیوالو ترهګرو ډار لري، چې که سولې خبرې بریالۍ شي، د راتلونکي په تړاو باید حکومتونه جدي اوسي چې ترهګر به سیمې او نړۍ ته ګواښ نه پېښوي.

د امریکا سیال هېواد چین بیا د سولې خبرو کې د بهرنیو له لاسوهنې او تحمیلي غوښتنو انديښنه درلوده چې دا پروسه به تر پوښتنې لاندې راولي، د چین ټینګار دا و چې افغانان دې پريښودل شي چې د راتلونکي په تړاو خپله پریکړه وکړي.

همدا غوښتنه د اکثریت ګډون کوونکو هېوادونو وکړه چې دا پروسه د افغانانو ده او باید د افغانانو په مشرۍ په خپلواک او مستقل ډول مخ ته لاړه شي.

هغه عمده غوښتنه چې د ټولو په خبرو کې وه، هغه سمدستي د تاوتریخوالي پای ته رسول و چې کولی شي د سولې پروسه کې زیات باور رامنځ ته کړي، دا بحث د افغان حکومت لپاره لومړیتوب لري او طالبان یې هم مهم بولي.

د سولې د خبرو پيل غونډه کې د ویناوالو ټینګار دا و چې متقابل احترام دې رامنځ ته شي، هغه چلنجي بحثونه چې مخې ته راځي باید په صبر او زغم ورته حل لار پیدا شي او نباید ځینې موضوعات دا پروسه له چلنج سره مخ کړي.

له رامنځ ته شوې فرصت ګټه اخیستل بل بحث و چې د ټولو هېوادونو استازي پرې متفق و، ځکه دا فرصت په اسانۍ نه دی رامنځ ته شوی، ډیرې لوړې ژورې یې درلودلې.

ناټو، ملګرو ملتونو او امریکا زیات ټینګار دا و چې د ۱۹ کلنو لاس ته راوړنې دې خوندي شي چې په ډيرو قربانیو لاس ته راغلي دي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه، د زده کړو بهیر، د ښځو حقوق، د بیان ازادي او نور هغه څه چې لاس ته راغلي پر خوندیتوب یې ټینګار وشو.

یوه څه سرخلاصې خبرې دا وې چې جګړه ګټونکی نه لري، خو سوله کې به ټول اتلان وي او د افغانستان د اختلاف، جګړې او جنجالونو وروستی حل سیاسي تفاهم یاد شو چې د سولې بحثونو کې پرې ښکیل لوري پایلې ته ورسیږي.

افغان دوه ښکیلو خواوو ته د نړیوالو ښه خبر دا و چې د سولې روانه پروسه او له سولې وروسته به د بهرنیو مرستندویه هېوادونو مرستې او همکاري دوام پیدا کوي چې افغانستان ځان بساینې خواته بوځي.

د ناټو سرمنشي طالبانو ته یو څه ور په یاد کړل چې افغانستان کې د ناټو ماموریت د سولې پورې تړلی دی، یانې که سوله وشي، بیا د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور ته ضرورت نه پيدا کیږي.

خو یو څه چې د افغان حکومت دریځ پياوړی کوي، هغه د یو دیموکراتیک نظام یادوونه ده چې د پاکستان په ګډون اکثریت هېوادونو وکړه، ټول په دې متفق و چې د سولې په پایله کې د یو خپلواک او دیموکراتیک نظام ملاتړ کوي چې د ټولو حقونه پکې خوندي وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا