خبر و دیدگاه

طالبانو ولې مذاکراتي پلاوي کې بدلون راوست؟

 

عباس ستانکزی او ملا برادر چې تراوسه یې د طالبانو د سیاسي دفتر او له امریکا سره د مذاکراتي ټیم مشري کوله، حاشيې ته شوي او پر ځای یې مولوي عبدالحکیم بین الافغاني خبرو ته د پلاوي مشر وټاکه.

مولوي عبدالحکیم په افغانستان شموله طالبانو باندې باور نه لري او تل یې په خپل سمت او قوم باندې تمرکز وي، دا د طالبانو د اوسني تحریک مخالفه او جنجالي ډله کې یادیږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه باندې یې هم ملاحظات درلودل.

د طالبانو دلیل دا دی چې مولوي عبدالحکیم یې ځکه د بین الافغاني خبرو د ټیم مشر وټاکه چې علم یې زیات او طالبانو کې ځانګړی نفوذ لري.

مولوي عبدالحکیم د ملا منصور له نږدې کسانو و او کله چې ملا منصور په کویټه کې د امریکا په برید کې ووژل شو، هغه وخت مولوي عبدالحکیم باندې خبرې روانې وې چې د طالبانو د تحریک مشري واخلي.

خو د طالبانو نظامي قومندانانو غوښتل چې مشري باید د ملا منصور له ملګرو بلې ډلې ته لاړه شي، مولوي عبدالحکیم د طالبانو قاضی القضات و چې په افغانستان کې یې د جګړې لپاره شرعي دلایل برابرول.

د طالبانو بل دلیل د مذاکراتي ټیم د بدلون لپاره دا دی چې عباس ستانکزی په انګلیسي او نورو بهرنیو ژبو پوهیده، ځکه یې له امریکا سره د مذاکراتي ټیم مشري ورکړې وه، خو اوس چې بین الافغاني خبرې دي او پښتو یا دري ژبه باندې مذاکره کیږي، نو اړتیا نه وه چې عباس ستانکزی دې دلته هم مشري وکړي.

خو د طالبانو اکثریت په عباس ستانکزي ولاړ و چې له امریکا سره مذاکرات یې بریالي کړي دي.

مولوي عبدالحکیم په اړه اندیښنې شته چې هغه د دراني قوم څخه دی او ډیر کله یې تمرکز دا وي چې واکونه او صلاحیتونه د طالبانو په تحریک کې له همدې ډلې سره وي.

مولوي عبدالحکیم د هغو طالبانو سرلاری او مشر هم بلل کیږي چې نه د طالبانو تحریک ته ژمن دي او نه د دوی اصول په پام کې نیسي.

نو یوه اندیښنه دا ده چې د مولوي عبدالحکیم مشري به ډيرو مواردو کې د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي، ځکه دا سړی به د هغو طالبانو له اعمالو او کړنو دفاع کوي چې خپله طالبان یې مسوولیت نه اخلي.

مولوي عبدالحکیم ته تمې هم شته چې مذاکراتي ټیم به ښه رهبري کړي او اندیښنې هم شته چې دا به ځینې فرعي مواردو باندې د سولې پروسه سپوتاژ کولو خواته یوسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا