خبر و دیدگاه

ټولې ترهګرې ډلې دپاکستاني استخباراتو تر اغېز او مدیریت لاندې دي

 

تازه د پاکستان د سخت دریځو ډلو څخه دوه يې (جمعیت احرار، حزب احرار) د پاکستاني طالبانو له تحریک سره یو ځای شول او پریکړه یې کړې چې د یو هدف لپاره به په یو سنګر کې جګړه کوي.

دا ډلې پخوا له یو ادرس څخه رهبري کیدلې، خو موخې یې جلا ـ جلا وې، اوس چې په افغانستان کې د سولې خبرې بریالی کیدونکي ښکاري، دې ډلو سره بیعت وکړ او د پاکستاني طالبانو تر غورځنګ لاندې به ګډ ترهګریز فعالیتونه کوي.

هسې هم پاکستان کې ټولې سخت دریځې ډلې د استخباراتو تر اغیز او مدیریت لاندې دي، خو دا چې د هر یو مسوولیت او فعالیت جلا جلا و، اوس یې سره منسجم کړل.

د نویو یو ځای شویو ډلو په اړه ویل کیږي چې د پاکستان استخباراتو پکې ډیر رول لوبولی او د یو تړون له مخې یې یو ځای فعالیت ته هڅولي دي.

د دې ډلې د فعالیت عمده برخه په افغانستان کې دداعش ډلې لپاره د ترهګرو جلب جذب او د اړیکو پياوړي کول دي، که چیرې طالبان سوله کوي، باید داعش ډله دومره بشري قوه ولري چې ځینو سیمو کې ګډوډي او جګړه دوامداره وساتي.

جمعیت احرار او حزب احرار ډلې تر دې وړاندې هم داعش وسله والو ته ځوانان جذب کړي و، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو چې د داعش د مشر عبدالله اورکزي په ګډون زیات کسان ونیول، اکثره یې د دې ډلو غړي و چې افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږل شوي و.

پاکستان یوه ورځ هم نه غواړي چې ترهګرې ډلې دې د دوی له مدیریت بیرون فعالیت ولري، له همدې کبله د هېواد  زیاته بودجه د ترهګرو په روزنه او پالنه مصرف کوي او له دې درکه بیا له نورې نړۍ پریمانه پيسې اخلي.

پاکستان چې د ترهګرو د مور په نوم یادیږي، خپله خاوره کې هم هغه کسان له مخې لیرې کوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي.

پاکستان د ترهګرو په روزنه او پالنه کې ځانګړی مهارت لري، په خپله خاوره کې یې د ترهګرو لپاره مناسب ځایونه برابر کړي او همدا ترهګرې ډلې بیا په نورو هېوادونو کې د خپلو ګټو لپاره جنګوي.

د پاکستان د استخباراتو له لوري نوی جوړ شوی تنظیم چې درې ترهګرې ډلې یې پکې یو ځای کړې، ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې یې ورته مرکزونه جوړ کړي او شاوخوا ځایي خلک یې له سیمو څخه ویستلي دي.

پاکستان هیڅکله نه غواړي چې افغانستان په جګړه کې د دوی رول کم شي او یا دې افغانان د ارام ساه واخلي.

پاکستان په دې باور لري، چې که افغانانو لس کاله هم د آرام سا واخیسته، پاکستان د نړۍ له نقشې وځي او هیڅ ځای ورته نه پاتې کیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا