خبر و دیدگاه

ولې د طالبانو روانه جګړه فتنه ده؟

څرنګه چې افغان ولس ته مالومه ده چې  له څو لسیزو راهیسی زموږ ګران هیواد افغانستان د ترهګرو او تروریستانو د شومو اهدافو ښکار ده او هره ورځ مو په سلګونوبی ګناه  هیوادوال د ترهګریزو بریدونو په پایله کی وژل کیږي ، کورونه او باندي مو ورانیږي او حتی جوماتونه، دینی علما، عامه ځایونو، ماشومانو او تورسری مو هم په امن ندی، بیلابیلی ډلي او ټپلي په نوي بڼه او نوي تاکتیک سره  د مغرضو ګاونډیانو له لوری ګمارل کیږي ترڅو د ناامنی او افغان وژني پدیده پلي او عملي کړي، که په لنډه توګه ووایو چې دغه ټولې ناخوالې او کړاونو زمونږ د مظلوم ولس پر وړاندې د دغې ټپل شوي او بدمرغې جګړي ثمره ده چې هره ورځ زمونږ له ولس څخه قرباني اخلي، چې په همدې اړوند  په دې وروستیو کې یو ځل بیا د نړۍ په کچه د سترو علماو او مفیتانو په لړ کې دا ځل د افغانستان د جګړي د څرنګوالې په موخه د الازهر ستر مفتی امام محمد احمد الطیب، هم د یوې فتوا په ترڅ کې  په افغانستان کې دغه روان جګړه حرام او  ورور وژنه او طالبان یې د جهل لښکر بللی ده.

دا یو حقیقت دی چې د طالبانو او ورته نورو ترهګرو لخوا اوسنې جګره په افغانستان کې یو ناروا او د اسلامي او انساني ارزښتونو پر خلاف او د نورو د ګټو او ناوړو موخو تر لاسه کولو لپاره پر مخ وړل کیږي او دوي د سیمي د هیوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان او ایران هغه نیابتي لښکري دي چې د دوي په واسطه د خپلو استراتیژیکو موخو لپاره  په افغانستان کې جګړه توده ساتلي او د هغوي د ګټو لپاره کارول کیږي او د هغوي په لارښوونه زمونږ په مقدسه ځایونو، روغتیایی مراکز، عامه ځایونو، دیني علماو، قومي مشرانو، تور سرو او ماشومانو باندې بریدونه تر سره کوي او بیا خپلو دغو شیطاني، غیراسلامي اوانساني کړنو ته د جهاد نوم ورکوي، حال دا چې دوي د خپلو بهرنیو بادارانو په لارښوونه له بهرنیانیو(امریکا) سره د سولې تړون لاسلیک کوي،خو د خپلو افغانانو سره بیا د جګړي اور تازه ساتي، جومات او دیني عالم باندې برید کوي، پر شفاخانه برید کوي او نوې زیږیدلي ماشومان او میندي یې په شهادت رسوي او دې ته ورته په لسګونو نور جنایتونه چې د دوي لخوا تر سره شوي دي.

د اسلام او انسانیت دښمنانو دغو ناوړو کړنو او اعمالو ته  په کتو سره دا ستر حقیقت  هېوادوالو ته  څرګند شوي دی چې دغه ډلي هیڅ ډول اسلامي او انساني ارزښتونو او اصولو باندې باور نلري، نو له همدې امله د افغانستان ټول ولس په ګډه او یو غږ سره د ستر مفتی او دینی عالم محمد احمد الطیب د وروستي فتوا او څرګندونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي او د هېواد له ټولو ديني علماؤ، مدنې ټولنو، قومي مشرانو او …  څخه هیله اوغوښتنه کوي ترڅو د ولس د پوهاوي او د خپل ایمانی او انسانی مسوولیت د رفع کولو په خاطر د جوماتونو د منبرونو او ټولنو له لاري د دغی شومي پدیدي “جګړي او ورور وژني” د غندني په موخه د پراخو تبلیغاتو په لاره اچولو تر څنګ وسلوال مخالفین هم نور سولې او ورورولۍ ته رابولي تر څو د نورو د ناوړو موخو لپاره د خپل ولس له وژلو او دهیواد له ورانولو څخه لاس واخلي او د یو ریښتني افغان په توګه د خپل ولس او حکومت تر څنګ د خپل هیواد د آبادې او بیارغاونې کې رغنډه وڼده واخلي ځکه چې جګړه تباهي ده او سوله نیکمرغې او آبادې ده.

د یو سوګاله او پرمختللی افغانستان په هیله

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا