خبر و دیدگاه

د بنون سیوان نظریه ناسمه ده

 

د پخوانی شوروی اتحاد، یا پخوانی مجاهدینو د جګړو او د ډاکټر نجیب الله د حکومت په وخت کې بنون سیوان د مجاهدینو او ډاکټر نجیب الله ترمنځ د سولې مرکچی و او هڅه یې کوله چې مجاهدین او ډاکټر نجیب سره خبرو ته کینوی چې سوله وکړی او نباید کابل د جګړې په زور ونیول شی.

بنون سیوان تازه له دویچ ویلې سره مرکه کې ویلی چې اوس مهال ډاکټر اشرف غنی د ډاکټر نجیب الله په رول کې دی او طالبان د پخوانی مجاهدینو په رول کې دی او همغه ډول وضعیت راتلونکی دی.

هغه اندیښنه ښودلې چې روسیې هغه مهال ډاکټر نجیب الله یواځې پریښود او اوس امریکا له لوری ډاکټر اشرف غنی یواځې پاتې شو.

خو اصل کې د بنون سیوان نظریه او پرتله ځکه سمه نه ده چې هغه مهال د پخوانی شوروی اتحار په یرغل باندې ټوله نړۍ د شوروی، افغان حکومت او افغانستان خلاف وه.

دغه راز پخوانی شوروی اتحاد ټوټه ټوټه شو، خپل ځواکونه یې وویستل او له هیچا یې هیڅ ډول ژمنه وا نه خیسته او په یو ځل یې ځان داسې راټول کړ چې افغانستان کې یې هیڅ خپله نخښه پرینښوده.

خو اوس ټوله نړۍ له افغانستان او افغانانو سره ده او د نړیوالو مرستې هم له افغان حکومت سره تر ۲۰۲۴ کال پورې شته دی.

اوس امریکا له طالبانو څخه تعهد اخیستی چې د زور له لارې به واک ته نه رسیږی، امریکا او نورې نړۍ ته به ګواښ نه وی او د جګړې پر ځای به د سولې له لارې واک ته د رسیدو هڅه کوی.

دغه راز لا هم د بهرنیو ځواکونو په ځانګړی ډول د امریکایی ځواکونو همکاری له افغان ځواکونو سره شته، که چیرې وضعیت خراب شی.

هغه وخت نه مدنی ټولنې وې، نه سیاسی ګوندونه و، نه رسنۍ وې، نه سوشل میډیا وه، نه خلکو  عامه پوهاوی درلوده، ټول خلک پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې مهاجر و او ډیر کم شمېره خلک په افغانستان کې پاتې و.

خو اوس ټول افغانان په کور دننه دی، د وطن لپاره عامه پوهاوی لوړ دی، ولسواکی ده، خلک په جمهوریت کې ژوند کوی، خپله اراده تمثیل کوی، افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه په پیاوړی حالت کې دی او ډیر نور څه شته چې د اشرف غنی او ډاکټر نجیب الله دوره سره په لوی توپیر کې ښکاره کوی.

بله مهمه خبره دا ده چې هغه وخت کې لوی اکثریت افغانان د شوروی په ملاتړ د افغان حکومت خلاف و، له مجاهدینو سره و، خو اوس لوی اکثریت افغانان له طالبانو کرکه کوی او له خپل نظام دفاع او ملاتړ کوی.

تاسو که د هغه وخت تاریخ ته ګورئ او اوسنی وضعیت سره یې پرتله کړئ، ډیر لوی توپیرونه به درته ښکاره شی چې اوسنی وضعیت د ډاکټر نجیب الله له وضعیت سره ډیر لوی فرق کوی او هیڅکله به اوسنی نظام داسې و نه پاشل شی، لکه د ډاکټر نجیب الله په وخت کې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا