خبر و دیدگاه

په دوحه کې د طالبانو دفتر څه ګټه لری؟

 

 

افغان ځوانانو په ټویټر کې یو ټرینډ چلولی، شاوخوا ۳۰ زره کسانو غوښتنه کړې چې د دوحې دفتر دې وتړل شی او ددې پر ځای چې د سولې خبرې ښه پایله ورکړی، اړتیا ده چې د افغانستان په خاوره کې د سولې د خبرو لپاره یو ځای برابر شی او خبرې سوچه افغانی شی.

کله چې د مذاکراتو نوم، د سیمې او نړۍ په کچه افغانی وی، باید په کور دننه وشی، لکه حزب اسلامی افغانستان چې په کور دننه مذاکرات وکړل او پایله دا شوه چې د حزب اسلامی وسله وال له دولت سره یو ځای شول.

دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې خبری هغه مهال سوچه افغانی کیدلی شی، چې د دوحې دفتر بند شی، او افغانستان کې دننه یو ځای چې د طالبانو خوښ وی، هلته مذاکرات پیل شی.

دا کمپاین وروسته له هغې پیل شو، چې طالبانو له درې ورځینی اوربند وروسته یو ځل بیا جګړې ته مخه کړه، هغه جګړه کې پلان یې دوحه کې جوړیږی او بهرنی استخبارات د طالبانو له مشرانو سره دوحه کې د جګړې د پراختیا او دوام پلانونه جوړوی.

د دوحې دفتر د جګړې لپاره نه دی جوړ شوی، بلکې د سولې لپاره جوړ شوی، خو دوحه کې طالب مشران ټول تمرکز پر جګړه لری او د سولې له مذاکراتی ټیم سره خبرو ته نه کینی.

خلکو د دوحې د دفتر هر کلی پخوا ځکه کړی و چې طالبانو یو ادارس پیدا شو چې خبرې پکې وکړی، خو اوس چې دا دفتر د جګړې په پلان ګذارۍ بدل شوی، ټول افغانان یې مخالف دی او د دې دفتر د بندیدو غوښتونکی دی.

دوحې دفتر طالب مشرانو ته فرصت برابر کړی چې له بهرنیو استخباراتی کړیو سره پرته له کوم ځنډ او خنډ وګوری او د جګړې لپاره ترې د امکاناتو په بدل کې نوی دستورونه واخلی.

اوس چې افغانستان کې د جګړې د دوام پلمه له منځه تللې، له طالبانو د خلکو غوښتنه دا ده چې نور دې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړی او افغان وژنې ته دې نورې پلمې نه ګوری.

طالبان مجبور دی چې سوله وکړی، ځکه د جګړې له لارې نه هدف ته رسیدلی شی او نه یې افغانان منی چې یو ځل بیا د طالبانو واکمنی پیل شی چې واک له مشخصو کسانو سره وی او خلک د هیڅ نظر او رای حق نه لری.

د افغان ځوانانو دا ویښتابه به نړیوالو او د سیمې هېوادونو ته په ډاګه کړی چې شل کلنې لاس ته راوړنې باید خوندی شی او بیا شاتګ و نه شی چې ۹۰یمو کلونو ته خلک ور وګرځی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا