خبر و دیدگاه

د دوحې تړون دافغانانو هیلې پوره کړې؟

 

امریکا او طالبانو د ۱۳۹۸ کال د حوت په لسمه د شنبې په ورځ چې د ۲۰۲۰ کال د فبروری له ۲۹سره سمون خوری په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

د دغه هوکړې تر ټولو مهم ټکی دا و:

لومړی: له طالبانو دا ضمانت اخیستل چې د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې به د افغانستان خاوره نه کاروی، د القاعده شبکې، داعش او نورو تروریستی شبکو سره به خپلې اړیکې په بشپړ ډول ختموی او د اړتیا په صورت کې به د دوی پر وړاندې عملیات هم کوی.

دویم: له افغانستانه په څوارلس میاشتو کې د ټولو بهرنیو ځواکونه وځی، چې لا هم دغه موده نده پوره شوې.

دریم: د بین الافغانی مذاکرتو پیل او د اوربند پر ټینګښت بحثونه او مشورې.

څلورم: د همدې هوکړې له مخې د افغان حکومت له بنده د ۵ زره طالب بندیانو او د طالبانو له بنده د زر تنه حکومتی بندیانو خلاصون.

که څه هم افغان حکومت د دغه تړون په امضاء کیدو کې هېڅ ډول ښکېلتیا نلرله او نه هم مجبور و، چې د دغه تړون مواد عملی کړی، خو د دې لپاره چې په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات لپاره زمینه مساعده شی، نو دغه تړون یې سولې ته د رسیدو لپاره مثبت ګام یاد کړو، پداسې حال کې چې د دغه تړون د امضاء پر ورځ یې خپل ملاحظات هم وړاندې کړل.

افغان حکومت د پوره څېړنو او سلا مشورو وروسته د طالبانو پنځ نیم زره بندیان خوشی کړل، خو طالبان هغه ژمنې ته چې خوشی بندیان به د جګړې لیکو ته نه ځی، ژمن پاتې نه شول، پخپله د طالبانو له رهبرۍ خوشی شویو طالبانو ته وویل چې جګړې ته لاړ شی.

په تړون کې یادونه شوې ده، چې په افغانستان کې به تاوتریخوالی کمیږی، خو بر عکس تاوتریخوالی له تېرو کلونو ډېر شو، طالبانو پر افغانانو خپلو بې رحمانه بریدونو ته دوام ور کړو، د کابل په شمول د افغانستان په ټولو لویو ښارونو او کلیو کې هدفی وژنې، د سړک غاړې ماینونه، هاوان او ځانمرګی بریدونه د زرګونو افغانانو د مړینې او ټپی کیدو سبب شول.

افغان حکومت په لسګونو داسې کسان ونیول چې په وروستیو هدفی وژنو کې یې لاس درلود، په غزنی کې د خبریال رحمت الله اندړ قاتل هغه طالب را وخوت، چې افغان حکومت د پنځه زره بندیانو په ډله کې خوشی کړی، د دې تر څنګ د حقانی او داعش داسې ګډې هستې ونیول شوې، چې هدفی بریدونه یې کول، د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې د ملی امنیت ځواکونو د القاعده شبکې دویم مهم مشر وواژه، پدې معنې چې داعش او القاعده سره د طالبانو اړیکې لا هم شته، چې دا ناټو، ملګری ملتونه او پخپله امریکا په بار، بار ویلی او موږ او تاسې یې شاهدان یو.

د سولې له خبرو تېښته، د اوربند نه منل او بالاخره د خبرو له مېز بهرنیو هېوادونو ته سفرونه، د جګړو زیاتول، د حقانی او القاعده سره اړیکې دا ټول سبب شول، چې ناټو د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه خپله پرېکړه ونه کړه، امریکا د دوحې تړون د ارزولو اعلان وکړو او د افغانستان حکومت وایی چې دې تړون د افغانستان خلکو ته له زیان پرته بله کومه ګټه نه‌ده رسولې.

اوس نو دغه سوال بیخی حل دی، چې د دوحې تړون ته څوک زیان اړوی او څوک به سبب کیږی چې دغه تړون مات کړی؟

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا