خبر و دیدگاه

طالبان که د افغانستان په خاوره واکمنی لری، نو ولې خپل جسدونه پاکستان کې خاورو ته سپاری؟

 

ماته جالبه وی چې کله ځینې سروې ګانې طالبان د افغانستان ۴۰ سلنه واکمن وښیی او کله ۶۰ سلنه.

اصل کې خو ښکاره ده چې دا سروې ګانې د یوې موخې لپاره کیږی او تر شا یې استخباراتی او سیاسی اهداف وی.

خو یو څه چې ښکاره دی هغه دا چې طالب د افغانستان په یو سلنه برخه هم واکمن نه دی.

ځکه له نظامی اړخه چې د جګړې تحلیل کیږی، هغه سیمه د چا په واکمنۍ کې نه حساب کیږی چې چریکی او غلچکی بریدونه پکې کې کوی.

یواځې هغه سیمې د یو چا یا ډلې تر واک لاندې بلل کیږی چې هلته یې د هغه خدمات پلی کیږی، قانون تطبیق کیږی، بیا رغونه کیږی، منظم سیستم او نظام وی، خو طالب دا هر څه په هیڅ ځای کې نه لری.

نو بیا څنګه ویلی شو چې طالبان دومره خاوره تر واک لاندې لری او دومره سیمه کې یې واکمنی ده.

که طالبان په رښتیا هم څو سلنه خاوره تر واک لاندې ولری، نو بیا خو دې یو طالب مشر په خپله خاوره کې تدفین کړی.

طالب دې د ثبوت لپاره وړاندې کړی چې د دوی پخوانی مشر ملا محمد عمر چرته خښ دی او د افغانستان کوم ولایت کې یې قبر دی.

خو رسنیو ښودلې چې ملا عمر په کراچۍ ښار یوې هدیره کې خاوره ته سپارل شوی او افغانستان ته نه دی راوړل شوی.

د طالبانو دویم مشر ملا اختر محمد منصور چې کویټه کې ووژل شو، چرته یې قبر دی او کوم ځای تدفین شوی دی.

ملا منصور د کویټې یوه هدیره کې خاوره ته سپارل شوی او د افغانستان هیڅ ځای ته نه دی راوړل شوی دی.

تازه د طالبانو د تبلیغاتی جګړې مسوول او د طالبانو د واکمنۍ د ملا عمر ویاند عبدالحی مطمین چې پیښور کې مړ شو، د پیښور تاج اباد هدیره کې خاوره ته وسپارل شو.

په همدې طالبان چلنج کیږی، که تاسو یوه سلنه خاوره تر کنټرول لاندې لرئ، لږ تر لږه له پاکستان څخه مو د مشرانو جسدونه راوړئ او پکې خاورو ته یې وسپارئ.

طالبان په دې اعتراف نه کوی چې ګنې مشران یې کویټه، کراچۍ او پیښور کې خاوره ته سپارل کیږی، که طالبان دا اعتراف وکړی، ښکاره ده چې وسله والو سره یې سل او زر پوښتنې پیدا کیږی.

طالبانو تبلیغاتی ډلې ټولو وسله والو ته ویلی چې مشران او قومندانان یې افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی دی، په داسې حال کې چې افغانستان کې یې دوی هیڅ ثبوت نه شی وړاندې کولی، چې دلته یې جنازه شوی وی او یا خاوره ته سپارل شوی وی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا