خبر و دیدگاه

د علیپور له چاغښت اهداف څه دی؟

 

علیپور د هغه یاغی قوماندان نوم دی چې د ایران له لوری ملاتړ کېږی او په حکومت کې د ځینو عناصرو له لوری برنامې ورکول کېږی. علیپور شاوخوا درې کلونه مخکې د ولسی وګړو د وژنې او بربادۍ په جرم د ملی امنیت له لوری ونیول شو چې بیرته د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت له زندانه خوشی شو. علیپور هغه وخت ډېر مشهور شو چې د میدان وردګو په بهسودو کې یې د ولسی وګړو قتل عام وکړ. تر دې مخکې په حکومت کې د هزاره وو مشرانو له لوری په ښکاره توګه د هغه ملاتړ کېدی. فکر کېدی چې د علیپور جګړه ماران په خپلو سیمو کې د طالبانو پر ضد جنګېږی. خو داسې ونه شول. علیپور د ولسی بربادۍ تر څنګ د خپل ټوپک خوله د افغان ځواکونو پر لور سېخه کړه. د طالبی تروریستانو په څېر یې د وطن له سربازانو سره جګړه اعلان کړه. په میدان وردګو کې یې څو ځله پر امنیتی پوستو جګړې وکړې. د بیت المال له چور څخه د ولسی وګړو تر باج ګیریه پورې په ټولو جنایتونو کې ښکېل شو. علیپور په مستقیمه توګه د ایران د تروریستی ډلې فاطمیون قوماندان دی. هغه ته دستور ورکول کېږی چې د داعش یا طالبانو پر ضد د هزاره لږکیو په ملاتړ ټوپک واخلی، خو تر شا یې د داخلې جنګونو او تعصبونو برنامې پټې دی. علیپور له ځانه فرعون جوړ کړی. په سیمه کې هیڅوک د ده له اجازې پرته هیڅ ډول حقوقی، مدنی او سیاسی کار نه شی کولی. د علیپور وسلوال په خپله سیمه کې پر ولسی وګړو ظلمونه کوی. باج ترې غواړی. د طالبانو په څېر له مځکو عشر وزکات اخلی. مالیات ترې ټولوی. که هلته ته کومه پروژه یا د ابادۍ لپاره مرسته ځی، علیپور د ټوپک په زور خپله ونډه ترې اخلی. د دې قوماندان جګړه ماران چې نالوستی، ناخبره او جاهل افراد دی د انسانانو وژنه ډېره عادی ورته ښکاری. که چا د دوئ د جنایتونو پر ضد ږغ پورته کړ، علیپور یې سر ترې پرې کوی. علیپور د سګوانۍ د سپی په څېر ساتل شوی. کله ارګ ته پرې غپل کېږی، کله ملت ته او کله سرتېرو ته. په داسې حال کې چې حکومت په وار وار وړاندیز ورته کړی چې د امنیتی ځواکونو په لیکو ور ګډ شی او په خپله سیمه کې د طالبی تررویستانو او داعشیانو پر ضد مبارزه وکړی، خو علیپور هیڅکله دا وړاندیز نه دی منلی. علیپور غواړی ځانته پر یوه مشخصه جغرافیه حاکمیت ولری او جنایتونه یې دوام ولری. د علیپور وسلوال یواځې په میدان وردګ او نیژدې سیمو کې د ایران په ملاتړ نه جنګېږی، بلکې په عراق، او سوریه کې هم جنګېږی. دا ډله د ایران ملی ګټو ته وفاداره ده. دا څه موده مخکې د محقق پر مشرۍ یوه ډله کسان ایران ته تللی ول، هلته یې د فاطمیون د تررویستی ډلې د غمرازۍ په یوه پروګرام کې ګډون کړی و. ایران له دې کاره درې اساسی هدفونه لری: اول هدف یې دا دی کچېری داعش په افغانستان کې پراختیا وکړه او ایران ته یې خطر پېښېدی، بیا به یې دغه ډول یاغی ډول مخنیوی کوی. دویم یې دا دی چې غواړی په افغانستان کې خپلې مذهبی او قومی منافعې ولری، او په دې توګه د افغانانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړی. دریم هدف یې دا دی چې ایران د افغانستان له جوړ نظام څخه ډار لری. ایران نه غواړی اوبه پرې مهار شی. که علیپور د طالبانو په څېر یو کوچنی ګواښ اووسی، او د ملی ګټو پر ضد دریځ ونیسی، په دې کې هم د ایران غوښنه ګټه ده. دا عادی خبره مه ګڼئ چې یوه پاټکی قوماندان داړې سپینې کړې او د ملت پر ضد یې خوله وازه کړې. د دې تر شا غټ لاسونه دی، او غټ هدفونه دی. دې جنایتکارې ډلې د (جبهه مقاومت) په نوم ځانته یو حرکت جوړ کړی. هر څوک چې د افغانستان د جغرافیې، ملی بیرغ، افغانیت او ملی ګټو خلاف وی، دوئ یې دې حرکت ته ور ګډوی. د دوئ اساسی هدف د یوې مشخصې جغرافیې جوړول دی چې دوئ به( د هزارستان) په نوم د یوه جلا هېواد نوم پر ایږدی. دا برنامه هم د ایران په ګډون د بهرنیو استخباراتو له لوری ورکول شوې. د علیپور یاغی وسلوالو دا نن شپه د بهسود پر ولسوالۍ برید وکړ. ټولګټی بنسټونه یې وران کړل، دولتی مامورین یې ژوبل و زخمیان و یرغمل کړل، او تر ټولو ناوړه یې دا چې ملی بیرغ یې وسوځاوه. کله چې یوه ډله ستا د هېواد ملی بیرغ چې تر ټولو ارزښتمن شی دی په اور سوځوی له دې بله بدی چېرته ده. علیپور یاغی دی. وسلوال یې تررویستان دی. د افغانستان د ملی بیرغ، ملی ترمنالوجۍ، سرتېرو او جغرافیې پر ضد یې وسله اخیسته ده. حکومت ته یې ور پام کوو چې په عاجله توګه یې غاړې تناو ور واچوی او د لېونی سپی په څېر یې په دار وځړوی. که ژر تر ژره یې مخنیوی ونه شی په هېواد کې به د قومی تعصبات یو نوی فصل وکری، ځکه تر شا یې ایران ولاړ دی. ایران تل په دې هڅه کې دی چې د افغانانو ترمنځ مذهبی او قومی اختلافات رامنځته کړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا