خبر و دیدگاه

له ولسمشره زما غوښتنه

 

دروند ولس مشره، د هر څه د مخه درته نېکې هیلې سلامونه او درناوی وړاندې کوم، هیله ده ښه صحت به ولرې!

لکه څه ډول چې تاسو ته له ما بهتره معلومه ده، چې ګران هېواد افغانستان له خورا حساس وضعیت څخه تېریږی او د نور کله په شان د دغه ملت دښمانان د یو لړ بدو سناریوګانو په جوړولو او عملی کولو بوخت دی، غواړم د دې حساس وضعیت او د افغان سولې پروسې په اړه په دغه لیک کې په لنډ او مختصر ډول د یو زوریدلی او کړیدلی افغان په حیث د خپل زړه خبرې درته ولیکم.

له کله هم چې د افغان سولې پروسه پیل شوې ده، په هېواد کې د ننه د ځینو پردیپالو اشخاصو، د مغرضو او جاسوسو کړیو په شمول، د نور کله په شان د دغه ملت شرمیدلی دښمنان او شریر ګاونډیان، د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه پدې هڅه کې دی، چې څه ډول وکولای شی دغه پروسه د افغانستان د بیا بربادۍ او ورانیدو پایلامه وګرځوی؟

قدرمن ولسمشره!

د تاریخ په دې حساسه مرحله کې د افغانستان د واکمن په توګه ستاسو مسؤلیت جوړیږی، چې په خپل غښتلی هوډ، ځیرکتیا او افغانی غرور سره د ګران هېواد د دښمانانو ټولې بدرنګې او ضرر رسونکې هڅې شنډې کړې او د وطن ډوبیدونکې بېړۍ د بریا تر ساحله ورسوې.

محترم ولسمشره!

ته اوس فرد نه، بلکې د افغانستان واکمن، ولسمشر، د وسله والو قوتونو سر اعلی قومندان او جمهور رئیس یې، ستا په شاه کیدل به افغانستان کلونو شاته وغورځوی، هؤ دوی ستا په شاه کیدل غواړی، پلان لری چې یو وار بیا هم په افغانستان کې د قدرت خلا را منځته شی، په ډېرې سپین سترګی وایی چې ولسمشر دې واک پرېږدی، دا خبره دوی په طالب عملی کول غواړی، دا د افغانستان د هر دښمن ارمان دی، ستا له استعفا وروسته به دوی د امنیتی ارګانونونو د لغوه کیدو غوښتنه کوی، بیا به مکتوبونو ته د نجونو په تلو بندیز لګوی، رسنۍ به بندوی، د اوبو په بندونو روان کار به له خنډ سره مخ کیږی، حتا په ټپه به ودریږی، جنګ به پیلیږی، د واک پر سر به شخړه رامنځ ته کیږی، بالاخره په افغانستان به داسې وضعیت حاکیمیږی، چې نه به یې طالب مدیریت کولای شی، نه امریکا، او نه پخپله افغانان، افغان ولس به یو وار بیا د هېواد د بربادی ننداره کوی، کټ، مټ به د نوییمو لسیزو حالت را درومی، حتا له هغې هم ناوړه او بد.

افغانان نور د دې تاب نلری، چې په هر ولایت کې دې سیمه ایزې ملېشې حاکمې وی، د لکونو افغانانو په قربانیو تر لاسه شوی پرمختګونه او بنسټونه دې ویجاړ شی، اردو دې ړنګه شی، ټانکونه او توپونه دې په پاکستان وپلورل شی، د برق کیبلونه دې پاکستان ته یوړل شی، مېوه لرونکې ونې دې له بېخه و ایستل شی، باغونه دې وسوځول شی، په کابل دې د توپونو باران وی، پوهنتون، مکتب، رسنۍ او روغتون دې ونلرو او بالاخره د ودان افغانستان لپاره را ټوکیدلې ځوانې هیلې دې مړې شی.

قدرمن ولسمشره!

یو ځل بیا هم تکراروم، چې ته فرد نه، بلکې د افغانستان ولسمشر او واکدار یې، زما په شمول ممکن کې ډېری افغانان له تاسو ګیلې ولری، هم یې له اوسنی حکومت ولری، خو دا په دې معنا نده، چې موږ دې د پاکستان، ایران، روسیې په خوښه د دې حکومت له منځه وړل وغواړو، موږ به د اصلاح او د حکومت او نظام د لا ښه والی لپاره نیوکې کوو، خو په دغسې شرایطو کې به بېرته د خپل حکومت سره هم درېږو.

قدرمن ولسمشره

خپله دغه خبره دې کلکه ونیسه، چې د ولس لخوا د راکړل شوی واک وخت به بشپړوم، د ولس لخوا ټاکل شوی ولسمشر ته به واک سپارم.

د دښمن د هر ډول تبلیغ او عمل پر وړاندې کلک ودرېږه، هېڅکه هم استعفا ور نکړې، که داسې دې وکړل، افغان ملت او تاریخ به دې هېڅکله هم ونه بخښی، ځکه سناریو بیخی واضح ده، د افغانستان د شاته غورځولو او تباهۍ سناریو.

د سولې پدغه نا معلوم برخلیک کې ستا استعفا به د افغانانو په قربانۍ ټول رغیدلی بنسټونه ړنګ کړی، هېڅوک هم تضمین نشی ور کولای چې افغانستان به یو ځل بیا تېر ته نه ستنیږی.

د نجات یواځینۍ لاره په واک کې ستا پاتې کیدل، د سولې د روان بهیر ښه پر مخ بیول، طالبانو ته د اوسنی نظام او چوکاټ تر چتر لاندې سهم ورکول، د رغیدلیو بنسټونه ساتنه، د روانو پرمختګونو او د جهوریت دوام دی.

ولسمشره په ډاډه زړه دې خپله دوره پای ته ورسوه، ملت له تا سره دی، د وطن او جمهوریت د پاللو لپاره به حتماً تا وپالی، ته یواځې نه یې، خو هیله ده افغانان به هم یواځې پرېنږدې.

د پنځه کلنې دورې پای ته رسول او د ولس لخوا بل ټاکل شوی ولسمشر ته د واک سوله ییز انتقال ستاسو مسؤلیت دی، کوم چې د افغانستان زوریدلی او کړیدلی ولس تاته سپارلی دی، دا مسؤلیت او امانت باید ادا شی.

 سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا